کور / تازه خبرونه / پاكستان: د قبايلو عمليات به پنځه ورځي روان وي

پاكستان: د قبايلو عمليات به پنځه ورځي روان وي


په قبايلي سيمو كي د پاكستاني پوځ له خوا د شروع سوو عملياتو نن دوهمه ده، چارواكي وايي د باړه سيمه يې له طالبانو څخه پاكه كړې او عمليات نن هم روان دي.
تورن جنرال محمدعالم خټك وايي دغه عمليات به پنځه ورځي دوام وكړي.
چارواكي وايي پرون يې د اكاخېلو او شلوبر په سيمو كي د لښكر اسلام د وسله والي ډلي دوه مهم مركزونه ويجاړ  كړي او د همدې ډلي د مشر منګل باغ هستوګنځي يې نړولې ده.
د اكاخېلو په سيمه كي د شعيب په نامه د لښكر اسلام ډلي يو قومندان وژل سوى او د پاكستان درې نيمه پوځيان ټپيان سوي دي.
بلي خوا ته نن سهار په سوات كي يوه درنه چاودنه سوې، چي د چارواكو په وينا مرګ ژوبله يې اړولې ده، خو تفصيل به يې په بل راپور كي پر ليكه سي.