کور / تازه خبرونه / سوات پر پوځي كاروان چاودنه وسوه

سوات پر پوځي كاروان چاودنه وسوه

نن سهار د سوات په مټه خېلو سيمه كي د پوځيانو پر يوه كتار چاودنه وسوه چي د لسو په شاوخوا كي پوځيان يې وژلي او ټپيان كړي دي.
چارواكو د پېښي پخلى وكړ او وايي كاروان د سركنډه سيمي ته روان و، چي د ريموټ كنټرول چاودنه پر وسوه.
پر دې سربېره په مټه خېلو كي د وسله والو نښتو له امله د درو كسانو د وژل كېدو تصديق سوى دئ.