کور / تازه خبرونه / د کابل د بدلمنو د مرکز مشره په لس کاله بند محکومه شوه

د کابل د بدلمنو د مرکز مشره په لس کاله بند محکومه شوه

په چين کې هغه چينايي ميرمنه په لس کاله بند دمحکمې لخوا تورنه شوه پرکومه چې په کابل کې دچينايي بدلمنو ښځو لپاره يولوي مرکز جوړکړي وو .
 
دغه چينايي ميرمن چې في في که نوميږي تيرکال وروسته له هغې دچين پوليسو نيولي کله چې په کابل کې دپوليسو لخوا دفحشاوو دمرکز په تور نيولي وه .


په کابل کې ديترو شپږو کلونو له هغې مودې چې دطالبانو امارت نسکو رشوي دي دبهرنيو او کورنيو ميرمنو لخوا دميلمستون اويادګيسټ هاوس  په نومونو دپخوانيو جګړه مارانو لوکس کورونه په کرايه نيولي دي اوبيايي په کې دننه ياشراب خانې اوياهم فحشاخاني جوړي کړي دي .


ياده دوي چې دغه فاحشه خانو ته دميلسمتون په نوم دکلتور وزارت اجازه نامه هم ورکوي خو چې کله دپوليسو اودلوي څانوال عبدالجبار ثابت لخوا نيول کيږي معلوميږ ي چې دبدلمنو ښځو مرکزونه په وي .


دکابل په ښار کې په تير کال کې دسلو نه زياتي هغه چينايي ميرمنې چې دبدلمنۍ لپاره کابل کې پټن ځايونه درلودل دپوليسو لخوا نيول شوي دي اوبهرني ميرمنې يې ډيپوټ يادملک څخه دشړلو سزا ورکړل شوي .


ديولوړپوړي دولتي چارواکي چې دنوم له ښودلويې ډډه کوله ترې مې وپوښتل  چې ک  ولي ټول دغه دبداخلاقي مرکزونه  چې په کابل کې فعاليت کوي نه تړل کيږي .


 هغه په ډيره حيرانتيا سره راته وويل چې ته پوهيږي دهر مرکز دنيولولپاره چې دپوليسو مسول ته امر ورکوم نودشاوخا لسو لوړومقاماتو چې مارشالان جنرالان او ځينه له غرب څخه راغلي خيټه ور په کې شامل دي راته ټليفون کوي چې دغه زما کور په پنځه زره ډالر په کرايه ورکړي که چيري يي ته بند کړ ي نوماته به کرايه ته راکوي اوياته داظلم له ماسره کوي .


ددي ترڅنګ  په کابل کې دفحشا مرکزونه په ټن ځايونو اوياهم په ميلمستون شکر ترډيره بريده دپخوا په پرتله زيات شوي اوالله تعالي دې افغان چارواکيو ته ددې توان ورکړي چې ددې مخنيوي وکړي

تبصره نسته

  1. ياره ددغرب نه راغلي ميلمانه او دشمالي غله خو چې ********.زمونږ پوليس كه رښتيا پوليس وي بايد دوطن د دين ناموس او پلي شوي اساسي قانون ملاتړ او ننګه وكړي كه داسې نه كوي يادې دنده پريږدي او يادې پۀ دې *** كې دسم سهم له نامه ځانونه نه اوزګاروي هغه كه عادي عسكر وي او كه كوم بل غټ رتبه مامور……….مړى دى وي *****


    *هيله ده په تبصره کښي د قلم او کلام عفت وساتئ !

  2. daksmakugtavwdm tgj.jytm vly ujdmaa