هاغه وطن نه دې پاتې
بخت مو ويده دی په زارو نه راویښیږي ولا
څوک چې یتیم ووينم زړه مې پرې خوښيږي ولا
سره له دومره قربانو هم غلامان پاتې یو
دا داسې شرم دی چې شرم ترې شرمیږي ولا
میرویسه! پاسه کنه هاغه وطن نه دې پاتې
څه چل پرې شوی ترقیامته نه جوړیږي ولا
دا خو یو مونږه جاهلان یو چې جنګونه کوو
د نړۍ نور خلک د یو بل نه ځاریږي ولا
چې کشرانو ته له ډاره څه ویلی نه شو
معاشره به زمونږ خامخا ورانیږي ولا
چاترې تپوس وکړو اسیره وروره څرنګه یې؟
ویل یې غوټی غوټی ژوند دی بس تیریږي ولا