کور / هراړخیز / وړيا روغتیایي خدمتونه بيوزلي کموي

وړيا روغتیایي خدمتونه بيوزلي کموي

بیوزلو ته وړيا روغتیایی خدمات دبیوزلۍ په راکمولو کښی اغیزمن رول سخي جان سالارزی sakhi jan salarzaiلری.

دا څرګند او منلی حقیقت دی چی حکومتونه باید دخپلی بودجی دپیاوړتیا په خاطر لازم مالیات او دځینو خدماتو دوړاندی کولو په بدل کښی مناسب فیس وضع کړی.خو داهم دحکومت اودولت یوه له اساسی دندوڅخه ده چی په هیواد کښی د دهیوادوالو په ځانګړی ډول دبیوزلو او د کم عاید لرونکو  کورنیو د ژوند دسطحی دلوړوالی، دعدالت دتآمین او دهیوادوالو ترمنځ د عاید د عادلانه ویش په خاطرلازم اقدامات ترسره کړی.

Roghtya روغتيا
Roghtya روغتيا

اوپه دی لړکښی حکومت اودولت ځینی وختونه  ددی لپاره چی دشتمنو او نیستمنو  دژوند دسطحی ترمنځ واټن راکم کړی باید په شتمنو ډیر مالیات اوتکسونه وضع کړی اوهغه مالیات چی دشتمنو څخه ترلاسه کوی باید بیرته په بیوزلو او دلږ عاید په خاوندانو دسبسایډی، رایګانو خدماتو ( صحی ،تعلیمی چاپیریال ساتنی او …..نوروکښی )په وړاندی کولوسره ولګوی تر څو وکولای شی دنوموړو خدماتو په عرضه کولو سره د بیوزلو او دلږ عاید د خاوندانوداخستلو توان لوړ او وکولای شی هغه ټاکلی هدف چی دشتمنو او نیستمنو  دژوند دسطحی ترمنځ واټن راکمول دی ترلاسه کړی.

کله هم حکومتونه دفقر دراکمولو خاطر دژوندانه په لومړنیو ضروریاتو لکه خوراکی توکی، درمل او لباس باندی یا ډیر لږ مالیات وضع کوی او یایی بیخی دمالیاتو څخه معافوی چی داهم په خپل وار دنیستمنو اولږ عاید لرونکو کورنیو باندی مثبته اغیزه کوی یعنی دغه کورنۍ کولای شی هغه پسی چی د خوراکی توکو ، درملو اولباس څخه سپما کوی دژوندانه په نورو ضروریاتو ولګوی  اوپه دی اساس خپل دژوند سطحه لوړه کړی.

دمالیاتو دوضع کولو او یا برعکس دمالیاتو څخه دمعافیت پالیسی جوړونکیاوپه خدماتو دفیس لګونکی باید په پوره دقت او هوښیارۍ دنوموړو پالسیو د اغیزو په هکله  لومړی علمی څیړنی او سروی ګانی تر سره کړی او بیا دپالیسیو په طرح او وضع کولو اقدام وکړی.

خو په افعانستان کښی حالات بل ډول دی. زمونږ پالیسی جوړونکی اومسؤلین پرته له دی چی د خپلو پالیسو اغیز وڅیړی ددولت دعایداتو دزیاتوالی په موخه او یاهم په دی بهانه چی دولت نه شی کولی  معیاری خدمات  وړاندی کړی په پټو سترګو پالیسی ګانی وضع کوی او یا هم په خدماتو فیسونه وضع کوی چی دواړه په خپل وارپه هیواد کښی  دفقر دزیاتوالی اوپه نتیجه کښی دخلکو د ژوند دسطحی دلا ټیټوالی سبب کیږی ګرچه په ظاهری شکل به ددولت دعایداتو دزیاتوالی او یا هم ددولت د مصارفو دکمیدو سبب شی.

دمثال په ډول په دی نږدی ورځو کښی می درادیو له لاری د عامی روغتیا دوزیر مصاحبه واوریده چی ویل يي چی دعامی روغتیا وزارت په پام کښی لری چی په دولتی شفا خانو کښی صحی خدمات دفیس په بدل کښی وړاندی کړی او دلایل يي همدا وو چی پرته له دی دولت نه شی کولی معیاری صحی خدمات  هیوادوالو ته وړاندی کړی.

خو زما وړاندیز دعامی روغتیا وزیر صاحب ته دادی چی په  نوموړی پالیسی دسره غور او کتنه وکړی په دی هکله علمی څیړنی او سروی ګانی تر سره کړی او بیا په هیواد کښی د اوسنۍ دبیکاری کچی، دفقر دسطحی او دلږ عاید لرونکو کورنیو فیصدی ٪ ته په کتو سره مناسبه پالیسی طرح کړی.  

او همدارنګه ددولت لخوا دصحی خدماتو دعرضی په هکله دی دګاونډیو هیوادو  په ځانګړی ډول د پاکستان، هندوستان، بنګله دیش او چین نظامونه تر مطالعی لاندی ونیسی او دهغوی څخه په درس اخستو باید مناسبه پالیسی وضع کړی په غیر دهغه که خپل اوسنی نظر تطبیق کړی نو دبی وزلو هیوادوالو په مشکلاتو به نور هم ورزیات او په هیواد کښی به فقر دزیاتوالی با عث شی. 

دیادولو وړده چی په ولسوالیو کښی ددایمی واکسیناتورانو استخدام یی د ستایلو وړدی