کور / تازه خبرونه / وردګ : امريکايي ځواکونو ملکي وګړي له کورو ايستلي

وردګ : امريکايي ځواکونو ملکي وګړي له کورو ايستلي

د ځايي اوسېدونکو په وينا تيره شپه دوردګو په تنګي دره کې امريکايان د خلکو کورو ته اوښتي دي


دوى ادعا کو ي چې کورني امنيتي ځواکونه هم ورسره ملګري نه ول، د کورنو د دروازو په اولوزلو سره کورنو ته ننوتي او دښځينه وو او ماشومانو په ځورلو يې لاس پورې کړى دى


د معلوماتو له مخې ځينې کسان يې له کورنو څخه  له ځان سره بيولي هم دي.


د امريکايي ځواکونو لخوا په دې علميايتو کې د مرګ ژوبلې په اړه لا معلومات نشته، امريکايي او ولايتي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړ ه څه نه دي ويلي.


د وردګو په تنګي کې دا تاوتريخوالى ورسته له هغې زور وموند چې درې ورځې مخکې د ځايي طالبانو لخوا د امريکايي سرتيرو درې موټر په بمونو والوزول شول .

تبصره نسته

  1. دامريكايانو دارنګه كړنې زماپه فكر يو خو بې ځايه دي او بل د طالبانو سره دخلكو خواخوږي بۀ لانورزياته كړي ولې هر هغه څوك چې پۀ كورېې امريكايان ورواړي او دهغه په موجويت كې امريكايان يې ناموس ته لاس واچوي فكر نه كوم په ارامه كـښيني