کور / نثر / ګناه ګار

ګناه ګار

څو ځلې يې سپين  سان په لاس کې واړو را واړو او بيا له دوکانه ووت . شيبه وروسته بيرته راننوت .
 کله يې جيب ته کتلې او کله يې په سپېرو ګوتو ټوټه لاس کې اړوله را اړوله .
 چې څنګه يې را  پام شو را نږدې شو ، يوه شيبه يې زما پر سر پاچ  پټکي ته  وکتل  او بيا يې  وويل  :
 زويه ! ملا يې ؟
 ما ويل  نه بابا ، ملا نه يم خو څه ناڅه کتابونه مې  لوستي ، خيريت خو به وي ؟
په موټي کې پيسې نيولې وې ، لاس يې اوار رپېده ، ښه رانږې دې شو :
 زويه !
 دوه بچيان يې راته غبرګ وژلي ، خو ماسره دومره پيسې نه شته چې پوره کفنونه پرې واخلم ، که کفن  لنډ شي ګناه ګار خو به نه شم ؟


د چنګاښ ٩مه