کور / تازه خبرونه / باړه : د مذهبي ډلې پر دفتر بريد وشو .

باړه : د مذهبي ډلې پر دفتر بريد وشو .

د خيبر ايجنسۍ په باړه سيمه كې د يوې مذهبي ډلې پر دفتر د نامالومو وسلوالو له خوا بريد وشو چې امله يې د مذهبي ډلې اوو تنه مړه او دوه نور ټپيان شول .


ويل كېږې چې په بريد كې د مذهبي ډلې دفتر په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى .


د چارواكو په وينا د دفتر امير حاجي نامدار او د ډلې نور مهم غړي يې له بريد څخه په روغ رمټ وتلي دي .


تر دا مهاله د بريد پړه چا په غاړه نه ده اخيستې