کور / شعر / د يو شهيد ارمان دقبر تر څنګ

د يو شهيد ارمان دقبر تر څنګ

زه دقسمت په وېرونکې شپه کې


دزړه د پراخې هديرې په غېږ کې


د يو شهيد ارمان دقبر تر څنګ


ديوې غمجنې خاطرې په خوا کې


په يوه سره څيره دزړه دوينو


دځوانيمرګې هيلي زنه تړم


په پتارۍ کې دنيمګړې مينې


ورکووم غسل دلېمو په زم زم


بيا يې رانغاړم په يو سور کفن کې


جوړ له ورېښمو دپردېسو هيلو


ديو زاهد ارمان ومخته يې ږدم


په سوو ساندو جنازه ورکوم


چې په پردۍ لاره ستومانه نه شي


سقاطوم پسې ماشومې سلګۍ


له بڼوګانو نه د سرو سترګو مي


جوړوم لوړې شناختې


دسپينو اوښکو پرې جنډې ځړوم


د خيال په ګوتو يې مخ اړومه


ديو جنت غوندې جانان په لوري


د  ګران هېواد افغانستان  په لوري .