کور / تازه خبرونه / جلال آباد: د ناټو د تيلو موټران وسوځول سول

جلال آباد: د ناټو د تيلو موټران وسوځول سول


د كابل جلال آباد خيرو خيلو په سيمه كي د ايتلافي ځواكونو پر يوه اكمالاتي كاروان بريد سوى چي څو د تيلو موټران يې پكښي سوځولي دي.
د اسلامي حزب د حكمتيار ډلي د دې بريد مسوليت پر غاړه اخيستى او وايي له كتار سره مل د پوليسو امنيتي كسانو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې ده.
په دې باب لا ناټو او افغان حكومت څه نه دي ويلي.