کور / تازه خبرونه / امريكا عراق ته درو دېرش زره پوځيان لېږي

امريكا عراق ته درو دېرش زره پوځيان لېږي


د امريكا د دفاع وزارت اعلان وكړ چي د راروان عيسوي كال په پيل كي به عراق جنګ ته ۳۳ زره نوي پوځيان ولېږي.
د پنټاګان وياند برېن ويتمن وايي په دې شپږ ډلګيز پوځ كي سمندري او ځمكني پوځيان شامل دي، چي په عراق كي به د القاعدې پر ضد د روان جنګ عملياتو ته ور ګډ سي. امريكا وايي په عراق كي د دوى د پوځيانو ډېرېدل او د امنيت ټينګښت سره تړلي دي. د پنټاګان په وينا د عراق په هره سيمه كي چي د امريكايي پوځيان شمېر ډېر دئ، هلته امنيت هم ټينګ دئ..