کور / تازه خبرونه / مولانا نصيب ګل: د خيبر ايجنسي عمليات يو حكومتي ډرامه ده

مولانا نصيب ګل: د خيبر ايجنسي عمليات يو حكومتي ډرامه ده

د جمعيت العلماء الاسلام فضل الرحمان ډلي جنرال سكرټر او سناتور مولانا ګل نصيب وايي په خيبر ايجنسي كي روان عمليات د حكومت له خوا جوړه سوې ډرامه ده. نوموړي په پېښور كي خبريالانو ته وويل په خيبرايجنسي كي د پيل سوو عملياتو مسئوليت د حكومت پر غاړه دئ او د بندېدو غوښتنه يې وكړه، هغه وويل په خيبرايجنسي كي د حالاتو د سمون په باب دي حكومت ملت ته دوكه نه وركوي، عوام د حقايقو پلټنه غواړي، په پاكستان كي اوس يو سيكولر (پر مذهب نه ولاړ) حكومت جوړ سوى دئ، چي ځيني طاقتونه د ملك په تقسيمولو بوخت دي. د خپلو ګټو د حاصلولو په خاطر د اسلام له نوم څخه استفاده كوي، چي بايد علماء او طالبان يې پر ضد له حكمت څخه كار واخلي.
د نوموړي په وينا د خيبر ايجنسي تر عملياتو دمخه هم هلته حكومت سره واك درلودئ او اوس چي عمليات ترسره سوي دي هم پكښي د مركزي حكومت واك چلېږي، مولانا نصيب ګل ويل دا د پاكستان د حكومت ډرامه ده، چي بدي پايلي به يې هم د دوى پر غاړه وي.