کور / تازه خبرونه / په ترافيكي پېښه كې اوويشت كسانو ته مرګ ژوبله واوښته

په ترافيكي پېښه كې اوويشت كسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د بلوچستان ايالت په خضدار سيمه كې نن په يوه ترافيكي پېښه كې پنځه تنه مړه او دوه ويشت نور ژوبل شول .


پېښه هغه مهال را مينځته شوه چې له پنجګور څخه كويټې ته تلونكى د مسافرو يو موټر خضدار ښار ته څېرمه له يو كانتينر سره وجنګېده .


د پېښې ټول ټپيان دا مهال د خضدار ملكي روغتون ته لېږدول شوي دي .


په ټپي شويو كسانو كې د شپږو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى