کور / شعر / ځانکړې مرکه

ځانکړې مرکه

خبریال : ولی ستاسو تل په پارالمان  کې ارام ناست یاست؟
دشورا غړی: داددیرشو کلو  دجنګ پایله ده .
–  ولې دومره بې کبره  یاست؟-
څوک چې وزیر ان وهلای شي  باید بې کبره وي.
-ولې ولس ته دومره ډیر کار کوئ؟
– موږ پوهیږی چې بیا ولس موږ نه ټاکي نو ولې  ډیرکار ورته و نه کړو.
ولی په استیضاح کې وزیرانو ته ښکنځل کوی؟
– بل شی مو  زده نه دی!
– ولې د بهرنی ځواکونو د واکونو په اړه ډارنان یاست؟
موږ ډارنان نه یو  دوراندیشان یو!
– ولی غونډو ته نه ورځئ؟
– ګټه نه لري
 – ولې په شورا کې د بیان  آزادی له حده ډیره ده ؟
–  خود دازادو خبرو سره  یو بوتل-  موتل پر سر ورګورو!
– ولی مو ملالی جویا  وشړله؟
-هغه جویا نه وه ګویا وه.
 ولې مو د دفاع ، کورنی او امنیت  پر وزیرانو چکچکی وکړي ؟
هغو ژړل. یو وار يې بل غوښتئ.
– ولې قانون نه منی؟
–  موږ خپله  جوړ کړی دی.
– ولې زور زیاتی نه  کوئ؟
– عادت مو نه  دی.
– ولې تاسو کرزی اوکرزی صیب تاسو منی؟
– زموږ د دواړو ټاکنی شفافي وې.
– ولې  دیوې ګونۍ اوړو غل په دروورځو کې محاکمه شو اود پر ماشومانو تیر کوونکی او وژونکی د یو کال کیږی نه محاکمه کیږی؟
– ځکه تاسو ولس وایي  د غریب کا ر ژر او بې واسطه نه کیږی.
کرزی ولې پاکستان ته اخطار ورکړ؟
څوک چی داسې قوی اردو ولري باید داسې خبره وکړي.
– ولې مو ځینې والیان یاغیان دی؟
–  یاغیان نه توپکیان دی.
-تاسو ولې  په رخصتی کی بهر ځی؟
-نو په رسمي وخت کې ولاړ شو.
– وایې ټول هیواد دوستو وکیلانو چې ولس ته يې امتحان ورکړی جبعه جوړه کړې ده .
– هودا وار دسته جمعی امتحان ورکوي.
-وایی معاون صیب غواړی دهغه د ورور عکس د کرزی د عکس سره  تل په دوتر  کي وي دا څه مانا لری؟
-مساویکراسی، مقاومت کراسی، نر کراسی، زور کراسی…


– تاسو ټول امتیارات تر لاسه کړل  شکر له حاجیان له ګناه پاک شوی ،. معاش مو ټاپ شو، موټر، باډی ګاردان خو په سوو سوو ، د خپلو مؤکلینو پر ځای بهرنی هیوادو غوښتنی پوښتی کول  … نور څه شی غواړئ؟
– یو دانه ښکر


– ستاسو وړاندیږ د راتلونکي پارلمان په اړه څه دی؟
چې موږ په کې نه یو بیخی پارلمان ته اړتیا نه شته ناحقه مصرف دی  که وی هم باید-   راتلونکی   ټو ل  وکیلان  بایدنالوستی وی
-د سلو کلو یې عمر ډیر ولري
ټوله ګوند يان  وي
ټوله توپکیان وي
ټوله بګیلان وي
– مننه
-مننه

تبصره نسته

  1. ښاغلې نظري صاحب ، له درنښت وروسته ستاسوپه اجازه به زه هم دخپل ژي رڼې اوبه په پارلماني خړوورواړووم .
    تاسودنړۍ ترټولوقیمتي پارلماني مجسموباندې مرکه کړې چې که هریوې ته مخامخ وکتل شي په سړي کی عجیب اوغریب کیفیت رامنځ ته کیږي . کله سړي ته خندا ورولي کله ژړاخوپه پای کی سړې عصبي کيږي. له بده مرغه دې رنګه کیفیت دنړۍ دعتیقه چاروماهرین هم بې وسې کړي چې ددغوعجیبوغریبوبوتانوتخلیقګر، تاریخ اودجوړښت مواد پيدا اووڅېړي . دپارلماني بوتانو ماهرینوداهم ويلي چې داعتیقه اثاربه دکوم موزیم دایښودوجوګه هم نشي ځکه چې په نندارچیانوبدې اغیزې کوي اودموزیم چلوونکي به دومره بودجه هم ونه لري چې دنندارچیانودروغتیالپاره ورته یوروغتون هم پرانیزي .

  2. *هيله ده په تبصره کښي د قلم او کلام عفت وساتئ ! http://www.Larawbar.com


    نوم او ځای : ****- كندهار، ****

    ياره نظري صاحب، مركه خو دي خورا په زړه پوري وه، خو ځيني ځايونه داسي هم سوي ول چي د مضمون او د كلام د ادا او طرز كمزوري در څخه پېښه سوې وه، او پوښتني ته دي هسي بېځايه او بې منطقه جواب ور كړى و، لكه:
    ولي غونډو ته نه ورځئ؟، جواب يې: ګټه نه لري.
    ولي مو ځيني واليان ياغيان دي؟، جواب يې: ياغيان نه دي توپكيان دي.
    د پورتنيو پوښتنو جوابونه تر دغه په ډېر ښه منطقي او طنزيه انداز سره ور كول كېداى سواى، خو نظري صاحب، لكه چي ستړي سوي واست، نور نو په عمومي صورت ډېره ښه مركه وه او په واقعيت سره هغه څه پكښي ليكل سوي ول، چي زموږ اسكېرلى ولس ور سره مخ دئ.

    بخښنه غواړم
    ****

  3. د نظري صاحب ټول طنزونه خواږه دي خو پورتنې پۀ شرايطو بيخي پوره دى .ټول طنزمې خوښ شو خو لاندې برخه مې بيخې خوښه شو
    ولې دیوې ګونۍ اوړو غل په دروورځو کې محاکمه شو اود پر ماشومانو تیر کوونکی او وژونکی د یو کال کیږی نه محاکمه کیږی؟
    – ځکه تاسو ولس وایي د غریب کا ر ژر او بې واسطه نه کیږی