کور / تازه خبرونه / د بنديانو څخه د مبايل ټولول د امريکايانو په مټ پېل شول

د بنديانو څخه د مبايل ټولول د امريکايانو په مټ پېل شول

په پل چرخي کې دبنديانوڅخه دمبايلونو دراټولو عمليات دامريکايانو په مټ پيل شول .
 په پل چرخي کې دپوليسو ملي اردو ملي اومنيت اوامريکايانولخوا دزندان ټولي غزيدلي لارې محاصره دي اوپه زندان کې دټک ټوک غږ اوريدل شوي دي .


دزندان دننه بنديان وايې چې په لومړي بلاک يې دبنديانواودملي اردو دسرتير و ترمنځ اخ ډب رامنځ ته شوي اوپه کې دټوپکو ډزونه هم اوريدل شوي دي .


ظاهرا دغه عمليات ا دبنديانو څخه دجاريحه وسايلو او مبايلونودراټولو په خاطر پيل شو ي دي .


دبنديانو ترمنځ ځور ورځې وړاندې  دلومړي بلاک په مينځ کې سخته جګړه شوې وه اودپوليسو په ګډون درې تنه بنديان ټپيان اويوتن بندي ټپي شوي وو .


دعدليې وزارت چاروکي وايې چې دوي په همدې موخه دغه عمليات پيل کړل ترڅوپه راتلوونکي کې دغه شان خپل منځي اختلافاتوله امله بنديان ترخپل منځ يو اوبل ونه وهي .


په کابل کې دڅرخي پله په زندان کې دغه عمليات په داسې حال کې پيل کيږي چې تيره مياشت دکندهار له زندان څخه د٤٠٠ طالب بنديانو په ګډون له  ١٠٠٠ نه زيات بنديان په تېښته بريالي شول .


دعدليې وزارت يولوړپوړي چارواکي دنوم دنښودل په شرط وويل چې دوي ويره لري چې دکندهار په شان  پېښه دلي هم رامنځ ته نه شي نوپه دې خاطر يې دغه عمليات پيل کړي دي .


دعدليې وزارت دغه چاوراکي داهم ويل چې دوي به دغه عمليات چې په لومړي بلاک کې پيل کړي دي دڅرخي پله په ټولوبلاکونو کې ترسره  کړي .
 
هغه وويل چې ترنن پورې يې دزندان دول  بلاک څخه په سلګونومبايلونه ،چاقوګان اونور داسي جاريحه وسايل چې دوي يې په جنګ کې کاروي نيولي دي .


 ديادولو وړده چې دکابل دپل چرخي له زندان څخه څو څوځلي دبنديانودتيښتي خبرونه رسنيو خپاره کړي دي .