کور / تازه خبرونه / ډيورنډلاين :پر ناټو پوځونو بريدکوونکی ووژل سو

ډيورنډلاين :پر ناټو پوځونو بريدکوونکی ووژل سو

د ناټو او ايساف له خوا لراوبر ته په يوه رارسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي نن د خوست د سپره کلي په سيمه کي د يوه وسله وال تن له خوا د ناټو پر ځواکونو بريد وسو ، بريد کوونکی تر بريد وروسته تر ډيورنډ پوله هاخوا واوښت ، ناټو وايي چي ددوی پوځيانو پر ډيورنډ پرتو پاکستاني پوځيانو ته سمدستي د پېښي په اړه معلومات ورکړ او وسله وال کس يې ورته په نښه کړ ، خبرپاڼه ليکي چي بريدکوونکی وروسته د پاکستاني پوځيانو له خوا تر بريد لاندي راغی او ووژل سو .