کور / تازه خبرونه / په خوست کې درې ملکي کسان وژل شوي

په خوست کې درې ملکي کسان وژل شوي

تير ورځ د خوست ولايت د سپيرې ولسوالۍ د خوزخيلو په سيمه کې درې تنه ځايي اوسيدونکي نامالومو وسله والو وژلي دي .
ددغه ولسوالۍ ولسوال حسن جان شيرزی وايي چې دغه کسان د وسلوالو سړيو لخوا د ټوپک په ډزو سره وژل شوی .
ده زياته کړه چې دمګړۍ دا مالومه نده چې نوموړي کسان به چا وژلي وي خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړي .
د شيرزي په خبره چې وژل شويو کسانو په دولت کې کومه دنده ندرلوده.
.