کور / سياسي / حنیف اتمر د پېښو قرباني که د چارو مخکښ

حنیف اتمر د پېښو قرباني که د چارو مخکښ

شهسوار سنګروال

د حامد کرزي د واک په مهال حنیف اتمر د کابینې د یوه غړي په توګه د یو شمیر نورو چارواکو په پرتله ښه وځلېد. د پوهنې په وزارت کې ښوونیزې او روزنېزې چارې یې ښې سمبال کړې. د کورنیو چارو په وزارت کې یې هم د یوه ښه مدیریت له امله د پام وړ کارونه تر سره کړل. او دهر چا د ژبې په سر وه چې یاره اتمر!Shahswar sangarwar شهسوار سنګروال

کله چې له دندې ګوښه شو او بیا یې سیاست ته مخه کړه د یوه داسې سیاستي ګوند بنسټګر شو چې ډېر روڼ اندي یې له ځانه راتاو کړل، د یو سلو څو ګوندونو په لړ کې د دوي ګوند د ګوتو په شمیر ګوندونو کې شمار شو.

هغه مهال چې د ولسمشرۍ لپاره هاندې هڅې چټکې شوې او بیا ټولټاکنو په رڼا کې د کمپاینونو ډګر تود شو، حنیف اتمر د ولسمشر اشرف غني د کمپاین مخکښ غړی شو. د کمپاین ګڼو غړو د ده د مدیریت ستاینه کوله.

اشرف غني چې کله واک ته ورسېد، کمپاین هر غړی هیله درلوده چې د هېواد په چارو کې ورګډ شي. نه یوازې د یوه عادی مامور په توګه بلکې د حکومت د چارواکو په توګه په دندو وګمارل شي، خو داسې ځکه ونشول  چې یو شمیر لاملونه او ستونزې وې چې د دوي د هیلو لاره یې ډب کړه. 

لومړي سر کې که د حنیف اتمر د ښه مدیریت ستاینه کېده او آن تر دې چې ویل کیده ښایي اتمر په راتلونکې کې دهېواد ولسمشر شي… خو اوس یې غندنه کیږي؟

پوښتنه پېدا کېږي چې ولې اوس؟ لکه څرنګه چې اشرف غني د خپلو ګیله منو او مرورو کمپاینرانو له خوا ګواښل کېږي، دا رنګه د حنیف اتمر سیاسي ګریوان ته هم لاس اچول کېږي، او د روان کړکېچ او ناخوالو یو لامل یې ګڼي، ښايې پدې تړاو انګېرنې دېرې وي خو زه یوازې په څو ټکو ټینګار کوم:

۱ـ تر اوسه چې د ولسمشر اشرف غني د کمپاین څومره غړي  او دهغه سیاسي خواخوږي ګورو له لږونه ډېر لږ هوډمن کسان تر سترګو کېږي چې د اتمر په څېر په رښتنې بڼه د هغه تر شا ولاړ دي.

هغه چې په دندو ونه ګمارل شول اوس په ځغرده وایې او په اشرف غني تور لګوي چې دا دوه سری حکومت یې ولې په لوی لاس ومانه؟ دغه کسان خو په خپل ځای پریږدئ، ولې کوم چې په دندو بوخت هم دي، له بوسو لاندې اوبه تېروي، غله ته وایې غلا کوه او کور والا ته وایي څار…

آن تر دې چې د غني له سیالانو سره هم سر خوروي. مخامخ اشرف غني ته د تېرو درباریانو په څېر د دوستۍ ټټر وهي خو تر شا هغسې مېړنې نه ښکاري. د ولسمشر د ملاتړ هڅه خو نکوي، بلکې له شا پرې د ګوزار نه هم مخ نه اړوي… زما په اند دا په سیاست کې په سیاسي کسانو مرګونی برید دی. چې دښمن ورته مخامخ ګواښ کوي او دوست ورباندې د شا له خوا ګوزار کوي…

 

۲ـ  د اشرف غني د کمپاین یو شمیر غړي چې ډېرې غوښتنې یې په زړه کې وې او اوس دستي په نظام کې د کوم واک او ځواک څښتن ندي، داسې انګېري چې ګڼې دغه ټولې ټاکنې چې په حکومت کې کېږي د اتمر په سلا او مشوره تر سره کېږي؟ دی کولی شي چې غني ته ووایي او دوی د دولت چارو ته وګماري.

دلته دی چې نوموړی د پرونیو دوستانو او اوسنیو سیاسي سیالانو له خوا په ګډه تخریبیږي او سیاسي کفاره ورکوي. 

دوی دا خبره هم کوي چې حنیف اتمر د ولسمشر په ټیم کې یوازینی ( مغز متفکر) دی چې هر څه د ده په سلا تر سره کېږي.

 

۳ـ اتمر چې اوس تر هر چا زیات د ( ګوزار نښه) دی، یو لامل یې دا هم دی چې دی د غني د ټیم د نورو هغو غړو په څېر نه دی چې د حکومت لوړپوړي چارواکي دي، د حکومت په بري باور نه لري نو ځکه خو په ځغرده د ولسمشر له کړو وړو نه ملاتړ نه کوي. یوازې حنیف اتمر دی چې غني ته یې د همکارۍ اوږه وړکړې ده. ولې د ټیم یو شمېر نور غړي د ورځې له ولسمشر سره دي، او په شپه کې د حامد کرزي د بنډار غړي وي. او په یوه خوله وایي (دا وړۍ نه شړۍ کیږي).

 

۴ـ حنیف اتمر په دې پوهېږي چې دی په دې دوستۍ کې دومره وړاندې تللی چې شاتګ ته پرې ناوخته شوې ده. او یا نه غواړي په شعوري توګه شاتګ وکړي دا ځکه چې د ولسمشر ناکامي د ده د راتلونکي سیاسي بري لپاره لوی ګواښ دی، نو یو لامل خو دا دی چې په ډېرې خواخوږۍ تر شا ټینګ ولاړ دی او د هغه سیاسي ماتې د ځان لپاره سیاسي ځان وژنه ګڼي.

اوس د یوه داسې سیاسي ګړنګ په زۍ او تندي ولاړ دی، که په ډېرې اوښیارۍ او د ښو سلاکارانو په ټاکنه غور و نه کړي،‌ نو د پېښو قرباني به شي. که شي نو د سهوې سیاسي سجدې بیا چانس نلري.

زما په اند که چېرې په دغه سیاسي ډګر کې ماتې وخوري نو قضا شوی وخت بیرته نه راګرځي او که د بیا راغبرګولو هڅه وکړي ورته ستونزمنه به شي.

د ستونزو د حل لارې چارې: 

الف: د کور دننه چارې:

• د دولت په چارو کې د کارپوهانو او چارپوهانو ټاکنه باید د مسلکي او اکاډمېکې پوهې له مخې تر سره شي.

• د دوی لپاره د یوه ټاکلي زمان په ګوته کول چې څومره په خپلو چارو کې بریالی دي؟ دا باید د تېر په څېر نه وي، چې یو چارواکی به په خپلو کارونو کې پاتې راغی بیا به نو بل ورته کار ته ګومارل کېده.

• د کارپوهانو له وړتیا سربېره د هغوی اراده هم ډېره مهمه ده، چې ګڼې څومره د هېواد ملي ګټو ته ژمن دي؟ آیا د دې جوګه دي چې خلکو ته د خدمت وړتیا ولري؟

• په چارو کې مکافات او مجازات باید د پام وړ وي. په یوه چا باندې له کچې زیات باور کول، د ډاډ لپاره یو ستر ګواښ دی. او یا بدګوماني چې ذهني بنسټ ولري، سړی له سمې لارې نه بې لارې کوي.

• د کار تجربه، ځغم، له خلکو سره د اړیکو د ټینګوولو مهارت، په ټولنه کې د فساد، رشوت او اختلاس مخنوی. د لسګونو ښېګنو او بد ګڼو چاڼ او بېلول د یوه ښه کارپوه غوره صفتونه دي. توکمیزو ناندریو ته لمن وهل، د تېرو ناوړه کړو وړو بیا راغبرګول ، قومي ، ژبني، مذهبي او نورو ډول ډول بدمرغیو ته لمن وهل  د یوه ښه چار پوه صفتونه نه دي بلکې ټولنه د مرګ کندې ته غورځوي.

• ډله ییزو رسنیو ته پاملرنه، د دموکراسۍ د ودې او پر مختګ لپاره هلې ځلې ، د بشر د حقونو درناوی، د مدني ټولنو پراختیا او پرمختیا، دا ټول هغه څه دي ‌چې د یویشتمې پېړۍ انسانان یې غواړي.

• له دموکراسۍ نه ناوړه استفاده چې آن د هېواد ملي ګټې ګواښي، باید دولت ته د پام وړ وي. هغه هېوادونه چې د (سپینې دموکراسۍ) لاپې وهي، لا هم هغو ډله اییزو خپرونو او رسنېو ته اجازه نه ورکوي چې د خپل وطن ملي ګټې زیانمنې کړي. ولې له بده مرغه زموږ په هېواد کې یو شمېر ډله ییزې رسانۍ پېژنو چې توکمېزو ناندریو ه ته لاس وهي. غوړه ده چې دولت د دې مخه ونیسي.

 

بهرنۍ چارې:

 

• افغانستان د یوه ناپېلي هېواد په توګه د خپل ناپېلتوب له مخې له خپلو ګاونډیو هېوادونو نېولې تر نړېوالو هېوادونو پورې په کار دی چې د اړیکو په رڼا کې خپلې ملي ګټې خوندي کړي.

•  افغانستان باید د خپل منځي او بل منځی جګړو قرباني نه شي. پدې مانا چې د پاکستان او هند سیاسي ناندرۍ باید موږ اغېزمن نه کړي. موږ باید د امریکا، روسيې او چین د سیالۍ ډګړ ونه ګرځو. د سعودي عربستان او ایران خپل منځي اړیکو سیوری باید موږ و نه ګواښي.

د کورنېو او بهرنېو ستونزو دغه یو نچوړ په دې مانا نه دی چې ټولې ناخوالې همدا دي، بلکې په لسګونو نورې ستونزې په مخ کې دي چې د هېواد هر چارواکی د خپل مکلفیت او مسوولیت له مخې باید ورته پاملرنه وکړي.

۵۰+۵۰ یوازینی ګواښ نه دی چې د هر ټیم چاوراکی ترې لاسپاکی جوړ کړي، چې ګڼې که زه د یوه ټولواک په څېر د روانو چارو واکمن وای، نو ما به ډېرې ستونزې کابو کړې وې.

ولي هر څوک که پدې خبرې ، له مسوولیت نه سرغړاوی کوي، نه یوازې ځان غولوي بلکې د افغانستان د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي. هغه په دې مانا چې تاسو چې د هېواد په چارو کې پنځوس سلنه د واک او ځواک څېښتن یئ، په کار دی چې په پرتلیزه توګه خپل سیاسي سیال د خپل ټیم د وړتیاو په ښودلو چلېنج کړئ او د ماتې لپاره یې داسې کارونه وکړئ چې ولس وګوري کوم ټیم د ښه کار جوګه دی؟؟؟

 

تبصرې پرانیستي‌

  1. RAZMOHAMMED MOHMEND

    peoples must know;HANIF ATMER WORK HONESTLY,DONOT COLLECT MONEY;

    WE KNOW HAMID KARZAI AND HIS TEAMMAT ARE EXCELLENT IN CORRUPTION.

    MANY WAR LOARDS,AND KARZAI DO SABOTAGE,BUT PEOPLES MUST THINK POSITIVE,

    WHO CAN DO BETTER,KARZAI OR ASHRAFGHANI,

    ASHRAFGHANI HAVE GOOD PLANS FOR GOOD ECONOMY,BUT KARZAI NOT,THANK YOU