کور / تازه خبرونه / دحمزه باباد٢٢ تلين په مناسبت نمانغونډه وشوه

دحمزه باباد٢٢ تلين په مناسبت نمانغونډه وشوه

پېښور:دپېښورپوهنتون ادبي ستوري،دپېښورپښتواکاډمۍ اودپېښور پوهتنون پښتوڅانگې له خوا دپښتواکادمۍ د مولانا عبدالقادرپه تالارکې دپښتود غزل دپلارحمزه باباد٢٢ تلين په مناسبت نمانغونډه وشوه چې مشري يې پروفېسوراقبال نسيم خټک کوله او د ځانگړي ميلمه په توگه ورسره حاجي محمد هاشم غمشريک پردريځ ناست وه ،نامتوشاعر اباسين يوسفزي يې د دريځ چارې پرمخ وړلې ويناوالو د حمزه بابا په تصوفي ،ادبي ،سياسي او نورو بيلابيلو اړخو رڼا واچوله او نوموړى يې ٢٠ پيړۍ سترنابغه وگاڼه ،يوشميرشاعرانوپه دې طرحه (واپس جوړاوده بخت د پښتنو راغلى دى)خپل شعرونه وړاندې کړل په وينا والو او شاعرانو کې دغه ليکوال شامل وه مومبين حساس ،پروفيسور اسيرمنگل ،غندل خان عندل،هدايت الله گل ،اسرارالرحمان اسراردطورو،امجدعلي خادم ،شوکت سواتي ،بدرالحکيم حکيمزى ،انصارالله انصار،شاهدعلي شاهد،اکرم عمرزى ،الياس ټلوال ،او خالد خليل ،دغونډې مشرميلمه محمد هاشم غمشريک او رييس پروفيسوراقبال نسيم خټک هم دغونډې د جوړونکو له مننې ترڅنگ پرحمزه بابا هم هراړخيزې خبرې وکړي په دې غونډې کې په لسگونو ليکوالو او د پېښور پوهنتون زده کړيالوبرخه اخيستې وه ځايي خبريالان هم رابلل شوي وه