کور / تازه خبرونه / د جوزجان په قوشتپيه د دولت او طالبانو تر منځ درنه نښته سويده

د جوزجان په قوشتپيه د دولت او طالبانو تر منځ درنه نښته سويده

تیره ورځ تر ماښامه پورې د جوزجان ولایت قوشتيپې ولسوالۍ په تاشکوتل سیمه کې د طالبانو په وينا د دولت هغه   پوځي قطار دکمین تر برید لاندې راغی چې غوښتل يې په سیمه کې دهغو پخوانیو عسکرو مرستې ته ځان راورسوي  چې وړمه ورځ  طالبانو ځپلي وو.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي هغه ۳۰ موټریزه قوه چې د قوشتيپې له چقمه چقور سیمې څخه  روانه شوې وه، د یادې ولسوالۍ په شاشکوتل سیمه کې د د طالبانو له کمین سره مخامخ شوه.

طالبان ادعا کوي چي په بريد کي د ۲ قومندانانو په ګډون ۹ عسکر وژل شوي، ۱۵ تنه ټپيان دي، ۴ ټانکونه ویجاړ شوي دي.

 وړمه ورځ هم د دښمن یوه قوه چې د خانقا ولسوالۍ ته يې ځان رسول غوښتل په همدې ځای کې د طالبانو له برید سره مخ شوې وه.

لراوبر کوښښ وکړ د طالبانو ددې ادعا په اړه د دولتي چارواکو نظر هم ترلاسه کړي خو بريالي نه سوو.