کور / تازه خبرونه / میدان وردګ: پوځيانو د سويډن موسسې پر روغتون په چاپه کي ۴ ناروغان وژلي دي

میدان وردګ: پوځيانو د سويډن موسسې پر روغتون په چاپه کي ۴ ناروغان وژلي دي

تیره شپه عسکرو په ميدان وردګ ولايت کي پر يوه روغتون چاپه ووهله چې د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ تنګي سيمې په بازارکې يې عامو هیوادوالوته صحی خدمات وړاندې کول.

روغتون hospital

دغه روغتون دسويډن مؤسسې  لخوا جوړ شوی او تمویليده چي په سیمه کې د هیوادوالو لپاره د صحي مرکز په توګه فعالیت وکړي.
په افغانستان کي د سويډن کميټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره پېښه تائيد کړې ده او وايي چي په پېښه کي دوه ناروغان او يو د روغتون کارکوونکی په ظالمانه توګه وژل سويدي.
بله خوا طالبانو هم د يوې اعلاميې په ترڅ کي دا پېښه غندلې ده، او وايي چي عمليات د امريکايي او افغان پوځيانو لخوا تر سره سول چي د روغتون کارکوونکي يې و ډبول او ۴ ناروغان يې ووژله.
ذبيح الله مجاهد وايي"دښمن په یاد روغتون کې د چاپې په مهال ۴ تنه مريضان په خورا قساوت سره شهیدان کړل، د روغتون ډاکټران او امله يې سخت وهلي او ډبولي دي، دروغتون طبي سامان او درمل يې چورکړي او ودانۍ ته يې سخت زیان اړولی دی"
 

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر لخوا لراوبر ته په راليږل سوې خبرپاڼه کي د روغتون نوم نه دی راغلی خو د ٤ كسانو وژل تائيد سويدي، دوى وايي په دایمرداد ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو هوايي ځواکونو عملیاتو کې څلور طالب وسلوال وژل شوي دي.

د امنیتي ځواکونو معلوماتو په اساس عملیات تیره شپه شاوخوا یوه بجه د دایمرداد ولسوالۍ په « تنکي سیدان» سیمه کې ترسره شوي دي.