کور / هراړخیز / پښتو او مالوماتي ټکنالوجي

پښتو او مالوماتي ټکنالوجي


محيب الله سهاک
پښتو څه د پاسه دوه نيمې لسيزې پخوا د نور رحمان لېوال صيب په شپه او ورځ زيار د کمپيوټر ژبه شوه او د نړۍ له پرمختلليو ژبو سره سياله شوه. دا هغه وخت و چې اېران، پاکستان  او هند په خپل ټول توان فارسي، اردو او هندي کمپيوټر کې نشوه ځاى پرځاى کولاى. له هغه وروسته چې د پښتو کوم پرمختګ وشو، د کتابونو، مجلو، ورځپاڼو او نورو ليکنو ګوتشمېر زرګونو او لکونو ته ورسېد ټول يې شاهدان يوو او پرې وياړو. Muhibullah sahak

خو يو څه ته مې چې فکر شو، لسيزې وروسته زموږ پښتانه په شويو کارونو کې بيا بيا له اړتيا پرته هڅې او په کاپي-پېسټ وخت بربادوي. دا هغه کارونه دي چې تيار شوي او دوى يې بيا بيا کوي لکه:

١. د پښتو ليکمن
(څو څو ځلې بيا جوړ شوى او هرځلې د ګټې پرځاى تاوان ځکه کړى چې د پښتو د تاريخ لومړي او دود شوي پښتو لېوال ليکمن بڼه يې بدله کړې او له خلکو يې لاره ورکه کړې، 
پدې کار کې د مخابراتو وزارت په وروستيو کې شرمونکې ونډه لرلې)

٢. پښتو قاموس 
(څو څو ځلې بيا بيا جوړ شوى او تر ننه کاپي-پېسټ کېږي)

٣. پښتو ليکبڼې (فانټونه)
معياري لېوال اېشياسافټ/اسياټايپ ليکبڼې لسيزې پخوا جوړې او کارېدلې، نورو يې يوازې نومونه بدلولو سره بيا بيا کاپي-پېسټ وکړو.
(هغه ليکبڼې مثتسنا دي چې نوې جوړې شوي يا جوړېږي، ځکه ليکبڼې چې څومره ډېرې وي د ګرافيک يا ډيزايننګ لپاره ښې دي)

غوره به دا وه چې د شويو کارونو د لا ښه کولو يا پرمختلليو کولو لپاره مو د هرکار پنځونکي يا نوښتګر سره لاس يو کړى واى ترڅو په ګډه لا ډېر نوښتونه رامنځته شوي واى، خو تېر په هېر.
اوس به د نن خبره وکړم، پښتانه ځوانان، کمپيوټرپوهان يا تخنيکپوهان او د کمپيوټرپوهنې نوي زدهکړيالان خپل ځواک (انرژي) بايد په څه ولګوي؟ پښتو ژبه لاندې کارونو ته اړينه اړتيا لري:

١. پښتو ژباړن (ماشيني ژباړه)
٢. پښتو ګرامرچېک يا ګړدود سمونکى
٣. پښتو سپېلچېک يا املا سمونکى
٣. پښتو او-سي-ار (له چاپ شوې پښتو ليکنې نه متن (ټکسټ) ته اړول)
٤. پښتو له غږه متن (ټکسټ) ته اړول
٥. پښتو له متن نه غږ ته اړول

پښتنو که رښتيا پښتو ته کار يا چوپړ يې کول غواړئ، نو نور دا کاپي-پېسټ پرېږدئ او په رښتيا دغه پنځو اړتياوو کې لږ تر لږه په يوه کار، څېړنه، يو څه جوړ او ټولنې ته په وړاندېکولو ځان د پښتو لېوال کړئ.