کور / تازه خبرونه / ترکيه: افغان محصلين له افغان حکومته جدي پاملرنه غواړي

ترکيه: افغان محصلين له افغان حکومته جدي پاملرنه غواړي

نن دریمه ورځ ده چي د ترکیې د مختلفو ښارو څخه هغه افغان محصلین په انقره کي د سفارت و مخ ته د احتجاج په توګه را ټول سويدي دي چي د حامد کرزي حکومت د افغانستان د دولت په مصرف بهر ته د تحصيل د پاره لېږلي ول.

image
دوی وايي چي زدکړي يې دوام لري خو له اوله سره دا پروژه په افغانستان کي د اداري فساد له امله د مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ وه دوی وايي چي د بُرس مقدار چي څونه وعده ور سره سوې وه؛ تر هغه کم ورکول کېږي پر دې سربېره بيا هم بُرس هیڅکله منظم میاشتانه نه ورکول کيږي.
محصلين شکايت کوي چي له لومړي سره   په لیلیو کي نه ځای پر ځای کېدل؛ د لیلیو څخه به شړل سوي وه.
په انقره کي افغان سفارت دا ځل محصلینو ته وايي چي کابل ستاسو د میاشتنی خرڅ نه دی حواله سوئ.
خو ځيني محصلين بيا په انقره کي د افغانستان سفارت پر مامورينو تور لګوي چي دوی ته ددوی د حقوقو له ځنډولو سود اخلي یا یو بل کار او بار په کوي.
محصلين له افغان حکومته د خپلو ستونزو د هر څه ژر حل غوښتنه کوي او وايي که يې د خوراک څښاک او اوسيدلو په برخه کي ستونزي حل نسي نو زده کړي يې پر نيمه لاره پاتيږي چي دا د افغانستان او د محصلينو حيثيت ته زيان رسوي.