کور / علمي / څېړنه: د ۷ زرو ژبو څخه فقط ۳۵۰ ډيجيټل کيږي

څېړنه: د ۷ زرو ژبو څخه فقط ۳۵۰ ډيجيټل کيږي

لیکوال: مختار احمد احسان

د معلوماتو منبع: د de Volkskrant هالنډۍ ورځپاڼه

اوس مهال په نړۍ کي تر ۷۰۰۰ زیاتي ژبي سته چي له دغه جملې څخه يې یو میلیارډ او ۳۰ میلیونه کسان په چينايي خبري کوي. ورپسې د انګلیسي ژبه ده چي ۸۴۰ میلیونه تنه يې وايي. دغه راز هسپانوي او عربي د تقریباً ۴۹۰ میلیونه کسانو زده دي. د افغانستان په ګډون په نوره نړۍ کي تخميناً ۴۳ میلیونه کسان په پښتو ږغيږي. 

عموماً انګلیسي، هسپانوي، چينايي او هندي ژبي ډيري ويل کيږي او د نړۍ د زیاتو ویل سوو ژبو په کتار کي يې لومړني ځايونه خپل کړي دي.

د یادو ۷ زرو ژبو څخه يې تقریباً ۳۰۰۰ ژبي د له منځه تلو د خطر سره مخامخ دي. که د یوي ژبي کسان غواړي چي مورنۍ ژبه يې تل تر تله وویل سي، نو نوموړي باید د عصري ټکنالوژي سره بلد وي او د دې زمینه مساعده کړي چي ژبه يې نوو تخنيکي پرمختګونو ته لاره خپله کړي.

د انټرنټ نړیوال جال ته د ژبو د ورتګ په اړه د هنګري (مجارستان) ژبپوه اندارس کورنای (András Kornai) یوه څېړنه کړې ده چي په PLoS ONE څېړنیزه مجله کي يې خپره کړې هم ده. د دغه څېړني له مخي د مجموعاً ۷ زرو ژبو له جملې څخه فقط او فقط پنځه سلنه د تخنيکي پرمختګونو سره یو ځای رواني دي. يعني د ۳۵۰ ژبو ویونکي امکانات لري چي خپله ژبه د انټرنټ په نړیوال جال کي ځای پر ځای کړي.

پرون (= ۲۰۱۶ز، فبروري ۱۸ پنج شنبه) د ۱۲ نورو ژبو تر څنګ پښتو هم د ګوګل ژباړن Google Translate ته ور اظافه کړل سوه. په دې اړه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه پښتو ویونکو د ټولنیزو رسنیو پر مخ خپل د خوښۍ احساس شریک کړ. د ګوګل ژباړن په ۲۰۰۶ز کي په کار پېل وکړ او اوس مهال ۱۰۳ ژبي په ځان کي لري. ګوګل غواړي راتلونکې يکشنبه، یعني د فبروري ۲۱مه، د مورنۍ د ژبي په ورځ نړۍ ته وښيي چي د ۱۰۳ ژبو تر منځ يې د اسانتیا زمینه مساعده کړې ده.

د لراوبر اړونده ځانګړې ويډيو په YouTube کي:

د لراوبر اړونده ځانګړې ويډیو په Facebook کي:

 

 

څېړنه: د ۷۰۰۰ ژبو څخه فقط ۳۵۰ ډيجيټل کيږيلینک: http://larawbar.net/44039.htmlYouTube Link:…

Posted by Larawbar.Com on Friday, 19 February 2016

 

ګوګل ژباړن ته د پښتو د وراظافه کولو په اړه د امريکا ږغ اشنا راډیو د اشنا ټک په پروګرام کي کوربه روښان نورزي صاحب د سید مرجان ځاځي ترڅنګ ماته هم بلنه راکړې وه، څو په انلاین نړۍ کي د پښتو د پرمختګ په اړه بحث وکړو. ياده مرکه همدلته اورېدلائ سئ: