دټلويزيوني خپروني خبرتيا           " />          دټلويزيوني خپروني خبرتيا           " />          دټلويزيوني خپروني خبرتيا           " />          دټلويزيوني خپروني خبرتيا           " />          دټلويزيوني خپروني خبرتيا           – لراوبر ویب پاڼه
کور / خبرتیا او پيغامونه /          دټلويزيوني خپروني خبرتيا          

         دټلويزيوني خپروني خبرتيا          

درنو هيوادوالو!


له ډېره وخته په پښتو ژبه دېوې داسي ټلويزيوني خپروني او چينل دشتون اړتيا ليدل کېده، چي دافغانستان دملي ګټو په چوکاټ کي په بې پرې توګه دافغانستان رواني سياسي، ټولنيزي، کلتوري او تاريخي جريانات په کره  اووړ توګه وڅېړي او ويي ارزوي .


نو ددغي تشي دډکولو په موخه موږ هڅه وکړه لومړی په اونۍ کي يوه داسي دوه ساعته خپرونه پيل کړو ، چي په هغه کي داونۍ مهمي پېښي په خپلواکه او بې پرې توګه دبېلابېلو او مخالفو نظرياتو دپه نظر کي نيولو سره په هر اړخيز ډول و ارزول شي .


له نېکه مرغه دآريانا افغانستان ټلويزيون دنړی والي شبکې له مشر ښاغلي نبيل مسکين يار سره دې توافق ته ورسېدو، چي دروان کال دجولای د ۱۲ نيټې نه هره اونۍ دشنبې په مازديګر د ۴ بجو نه تر ۶ بجو پوري د دوؤ ساعتونو لپاره دآريانا افغانستان د ټلويزيوني چينل له لاری ژوندی خپرونه پيل کړو .


موږ بايد ددغه دوه ساعته خپرونو په خاطر يو غټ مبلغ پيسې تاديه کړو او دقرارداد دشرايطو له مخي بايد د ۱۳ اونيو پيسې مخکي له مخکي تاديه کړو .


له بده مرغه زه په يوازي سر ددې امکانات نه لرم چي دغه پيسې دي تاديه کړای شم، ځکه نو دټولو افغانانو نه دا هيله لرم، چي ددغي خپروني سره مالي مرسته او ملاتړ وکړي، تر څو وکړای شو دغي هيلي ته عملی جنبه ورکړو .


زموږ دومره دوسه پوره وه، چي کار تر دې ځايه راورسوؤ، نور نو ددغي خپروني پيل په افغانانو پوري اړه لري .


زما هيله دهغو کسانو نه چي ددغي خپروني سره مالي مرسته کوي، داده چي دايميل له لاري موږ ته هم خبر راکړي او موږ به هم زموږ بانکي حساب ته دپيسو درارسېدو سره سم هغه کس ته دايمېل له لاري متقابل اطمنان ورکړو .


د هالنډ نه دپيسو دانتقال لپاره دبانک دحساب شمېره :


ABN Amro


496003879


دنورو هيوادونو نه دپيسو دانتقال لپاره دبانک ادرس او دبانک دحساب شمېره :


دبانک ادرس :


St. Jorisplein
Postbus 4
2980 AA  Ridderkerk
Netherland



دبانک دحساب شمېره :


BIC : ABNANL2A


IBAN : NL47ABNA0496003879


496003879


دايمېل پته :


Popal_58@hotmail.com


مخکي له مخکي دټولو هغو کسانو نه مننه کوؤ، چي ددې خپروني سره مادي او معنوي مرستي کوي .


په مينه او درناوي 
زکريا پوپل – هالنډ