لروبروافغانانوراویښ شی او خپل سرنوشت پخپله سره وټاکی

د لراوبر اداره | جولای 3rd, 2008



 که چیری د تاریخ پاڼی یوبل پسی واړوی اوپه غورسره ولولی ، نو تاسو ته به څرګند شی چی د ستا سو پلرونو او نیکونودتاریخ په اوږدو کی په ډیر عزت ، سرلوړی برم ،شهامت ،ورورګلوی په وحدت او یوالی سره ژوند کړی اوهیچا ته سر نه دی ټیټ کړی اوهر یرغلګر او تیری کوونکی او متجاوز ځواک ته غاښ ماتوونکی ګذار ورکړی او خپل خاوره یی په میړانه ساتلی اود چا زور اوځواک ته نه دی تسلیم شوی ،اوهم د چا تر قیادت لاندی شپی نه دی سبا کړی ،چی دا مسله دنړی ټولو خلکو ته لکه لمر روښانه دی ، لری نه ځو دافغان د تاریخ پاڼی له څو مخکی لسیزو څخه را وروسته را اړوو او د خپل نیکونو کار نامی یو ځل بیا په لنډ ډول له خپل نظره تیروو . انګریزی استعمار ګر څوڅوواری په مختلفوپلمو او چلونو سره ځمونږ پرخاوره یر غل کړی او په هر یرغل کی د ماتی سره مخامخ او په ډیره بی شرمی سره په ګونډه شوی او تیښتی ته مجبور شوی او خپل مړی یی شاته پریښی ،چی په دی اړین تاریخ لیکونکی د افغان او د انګلیس په لمړی جګړه کی دمکنا ټن وژنه دوزیر محمد اکبر خان په ګذار او د داکتربرایډن مات لاس اوپښی په ستړی او ستومان آس تر ننګرهار پوری دهغه رسیدنه او د انګلیس دلښکرو دماتی پیغام راوستنه په زرینو کرښو لیکلی او د تاریخ له یاده به هیڅکله ونه وزي .


افغانان هیڅکله د کوم پردی زبرځواک په مقابل کی د ماتی سره نه دی مخامخ شوی که چیری په موقتی ډول سره د یولړ ستونزی سره مخامخ شوی هم وی ، ددښمن ددسیسو په نتیجه کی را مینځ ته شوی خصوصاً انګریزی استعمارګرو دملی مبارزینو تر مینځ د ځانځانیو تخمونه کرلی او ضیعفو او پر قدرت مینوکړیو ته دپیسو او دمقام ورکول او وعدو اود تحایفو په منلو سره بی اتفاقه کړی او خپل هدف ته رسیدلی لکه امیر دوست محمد خان چی د تاج اوتخت د لاسته راوستلو د پاره انګریزانو ته تسلیم کیږی او خپل مبارز زوی د جګړی له ډګر څخه د خپل عینک او د نصوارو ددبلی په لیږلو څخه را باسی او له جګړی څخه یی منصرفوی ، یا شاه شجاع چی د پاچا کیدو په نیت د انګریزانو سره وروسته له اوږدی جلا وطنی کابل ته راغی او یا دا چی انګریزانو د پیسو په واسطه سره یو ډله ملایان دی ته هڅوی چی په مبارزینو او په وطن مینوخلکو باندی د کفر او الحاد ټاپه ولګوی او په ټولنه کی هغوی بې اعتباره کړی ( مرحوم غلام محمد غبار په دی اړه ( افغانستان در مسیر تاریخ ) کی مفصل یادونه کړې ) یا داچي خپل زر خرید جاسوسان سوات ، پیښور ، بلوچستان ، باجوړ ، غزنی ، کا پیسا ،کندهار کابل او د لوی افغانستان هر ګوټ ته د تبلیغ او د ژبنی ، قومی او مذهبی بی اتفاقیو دپاره لیږلی او افغانان یی سره ویشلی .


پنځه دیرش کاله وروسته د افغان او انګریز له لمړی جګړی څخه بیا انګریزانو د خپل استعماری شوم نیت په پیروی پر افغانستان باندی یر غل کوی چی ددی یر غل ځنی عمده پیښی په لاندی ډول سره یاددو : * په دی جګړه کی د افغانستان او د برتانوی هند تر مینځ کوم بل دولت ( لکه چی په لمړی افغان انګلیس جګړه کی د سکانو دولت په مینځ ددواړو هیوادو نو کی موجود وه) موجود نه وه او دواړه دښمن سره څنګ په څنګ ګاونډیان وه .


په پیښور کی دوه فرقه ، په کورم کی یو فرقه او په کویټه کی دوه فرقی د انګریزانو د یرغل د پاره چمتو وې  او ددی فرقو تر شا د انګریزانو سلزره کسیز اردو ولاړ وه ،چی په حربی تجهیزاتو پوره سمبال وه ، حال داچی افغانستان د متارکی په دی پنځه دیرش کلونو کی د کوم خارجی تیریکونکی یرغل په مقابل کی کوم نظامی چمتووالی نه درلود،او د افغانانو سلاح همغه دهن پر او چقمقی ټوپکونه وه ، او د بلی خوا څخه امیر شیرعلی خان چی دنظامی امورو په سمبالولو باندی نوی پیل کړی وه په عاجل ډول سره دجګړی له شا تښتی او پنځوس زره کسیز اردو ته امر صادروی چی له خیبر ، پیوار او د کندهار له جبهی څخه په شا شی ، چی په دی ډول افغانی پنځوس زره کسیز اردو سره متفرق کیږی او دهغو سوق اداره له مینځه ځی ،او امیر محمد یعقوب خان لا پسی افغانی اردو یی تیت او پیت کړ اوپه دی عمل سره انګلیس ته ستر کمک وکړ .


په هر صورت انګریزانو له دری خواو یعنی له قندهار، کورم اود خیبر له لاری پر افغانستان باندی یر غل وکړ. چی بیا ځمونږ غیرتی پلرونه او نیکه ګانو یر غلګر انګریز ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ ، چی دهغه تفصیل د مرحوم غلام محمد غبار ( افغانستان در مسیر تاریخ ) په لیکلی تاریخ کی په سترګو کیږی . اوهر افغان ته ځما په اند لازم بریښی چی نوموړی تاریخ په غور سره ولولی او خپل ځان پوه کړی . دهمدی تاریخ له مطالعی څخه په ډاګه کیږی چی غازی خدای بښلی پر وطن مین پاچا امان الله خان دخپل خلکو په همت او مټ سره په کال ۱۹۱۹ (ع) کی د خپل هیواد خپلواکی تر لاسه کړ او د اسیا په لویه وچه کی د لمړی خل دپاره دانګریز امپراتوری یی د ماتی سره مخامخ او نړی ته وښودل چی د افغان قهرمان ملت د هیڅ پردی بندګی او غلامی نه منی اونه دی منلی .


لهذا د پورتنیو یادونو په نظر کی نیولو سره تاسي دې ټکی ته رابولم چی مونږ افغانان ډیر ستر تاریخ لرو او باید پر خپل تاریخ ویاړوو . مګر د افسوس ځای دی چی ځمونږ خاوره د سیاسی ، اقتصادی او فرهنګی شاخصونو په نظر کی نیولو سره آزاد نه دی ،  چپ مه کیښنی زر تر زره سره یو موټی شی او خپل ستونزه پخپله حل کړی ، پردیو ته سترګی په لار مه اوسیږی ،اوس تاسی ته دوست اودښمن لکه لمر ښکاری ، دوستانو سره مشوره وکړی او د غلیمانو لاس لنډ کړی ، زمان په بیړه سره تیریږی ، وخت دلاسه مه ورکوی . په وحدت سره دغه ستونزی حل کیږی ، زه خپل دغه لیکنه ددی لاندنی شعر سره چی ځما د زړه سوز او هیله دی پای ته رسوم په درناوی .

Copyright Larawbar 2007-2024