د پوهني وزير ښاغلی حنيف اتمر سره مرکه  Audio

د لراوبر اداره | سپتمبر 14th, 2008


  







 ولس په مورنۍ ژبه زده کړي غواړي !


په مورنۍ ژبه د زده کړي هڅي تر کومه ځايه رسيدلي؟


د پوهني له وزير نه يې واورئ !



د لر او بر ویبپاڼې درنو مینه والو!

دا چې د افغانستان په ښوونځیو کې د پښتنو ماشومانو لپاره په مورنۍژبه د لوست زمینه په تېرو ټولو واکمنیو کې نه وه مساعده شوې ولې په اوسنۍ واکمنۍ کې په پښتنو کې د ویښتابه د ویښېدو ترڅنګ پښتانه ماشومان د ټولوقانوني او اصولي لارو په لرلو سره په خپله مورنۍ ژبه زده کړی غواړي، هر څوک په مورنۍ ژبه د زده کړو حق لري ،د افغانستان د پلازمېني ( کابل ) تر څنګ په نورو زياتو لويو او وړو ښارونو کي په تېرو څو کلونو کي په پرله پسې ډول له دولت څخه په مورنۍ ژبه د زده کړو  د اسانتياو برابرولو غوښتني وشوې ، دولت هم د انساني حقوقو او اصولو په پام کي نيولو سره د ولس دې غوښتني ته لبيک ووايه او په افغانستان کي يې د نورو لږکيو د ژبو تر څنګ د غوڅ اکثريت پښتون قام بچيو ته هم په پښتو ژبه د ډيرو نوو ښوونځيو د جوړولو او زده کړو په برخه کي د اسانتياو برابرولو ژمني وکړې .


دا چي د افغانستان دولت ، په ځانګړي ډول د پوهني وزارت په دې اړه تر اوسه څه کړي دي او په مورنۍ ژبه د زده کړی هڅې تر کوم ځایه رسیدلي د لر او بر ویبپاڼې اداری وپتېیله چې د افغانستان د هڅاند وزیر ښاغلي حنیف اتمر سره مرکه وکړي . د اوريدلو لپاره يې داځای يا لاندي عکس کليک کړئ


Right: Jurnalist Rahim Gul Sarwan & Hanif Atmar memister of education


که په اوريدلو کي ستونزه لرئ ، موږ خبر کړئ   larawbar,com@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024