کور / شعر / بګړۍ دي ماته راکه

بګړۍ دي ماته راکه

 

بــــــګړۍ دي مــــــاتـــــه راکــــه لـــــــوپټه زمـــــــادي ستاشي
توره زمـــــــاپـــــــه لاس کــــــي راکه چـــــي خبره ښه صفاشي
******
تـــــه ده کـــوردنـــــنه کــــښېنه ،زه ورځــــم دجنــــــــګ ډګرته
یـــابــــــه ګــــــران وطـــــن آزادکــــــــړم یابه جـــــوړه کربلاشي
******
تش په نوم نرتوب دي ورک شه ،لاترڅوبه ویده پروت یي
تــــــه دنــــــجونومنځ کي کښینه په نرتوب دي ستابلاشي
******
غـــــټي غــــــټي کیسې پــــــــــرېږده دومره مه جزباتي کېږه
ســــــــــتاپه مــــکر،رشــــتیا،دروغو،په والله زماخنداشي
******
ځــــــمکه هغه ځـــــمکه سوزي  چي په سریې اوربـــــــلیږي
ستــــــاپه کونــــــډو،یـــــتیمانو،بې احساسه څه پرواشي
******
هــــــــــغه ورځ به مي اختروي هغه ورځ به خوشحالي وي
چـــــي ظالم ددین دښمن مي دجزبې په دام کښي راشــي
******
چــي مــي وران وطن آبادکړي چي دحق قانون ایجادکړي
داســي څوک به راژوندی شي؟ داســــي څوک به راپیداشي؟
******
زه نصـــــرت په پریشانۍ کي دي بې خونده زندګۍ کي
دژونـــــدون به خــــوندبه پوه شم که قبوله مي دعــــاشي


د ميرمن اصفې نصرت کلام
د زبیراحمد رالېږنه