کور / تازه خبرونه / د افغانستان د ولسي جرګې مشر له نوازشريف سره وکتل

د افغانستان د ولسي جرګې مشر له نوازشريف سره وکتل

پېښور، په اسلام اباد کې افغان سفارت په خپلې رسمي فيسوبک پاڼې څرگنده کړې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د ولسي جرګې له یو شمېر غړو سره د پاکستان د ولسي جرګې د مشر ښاغلي سردار ایاز صادق په بلنه اسلام اباد ته راغلی له نوموړي سره ولیدل. په دې لیدنه کې د پاکستان د ولسي جرګې مشر سردار ایاز صادق وویل،چې د افغانستان او پاکستان اړېکې په ځواکمنو ولسي او ګډو فرهنګي اړېکو باندې ولاړې دي.نوموړي زیاته کړه،چې پاکستان کولی شي،د افغانستان د ولسي جرګې د اداري کارکونکو د ظرفیتونو د لوړاوي لپاره مرسته وکړي او همداشان د افغانستان له ولسي جرګې سره دپارلماني تجربو د شریکولو، د حقوقي مسودو د لېکنې او څېړنې په برخه کې همکاري کولو ته چمتو دی.نوموړي څرګنده کړه،چې د دواړو هېوادونو ولسونو ته په کار دي،چې فرهنګي او اقتصادي اړېکو ته پراختیا ورکړي.ورپسې د افغانستان د ولسي جرګې مشر ښاغلي عبدالروف ابراهیمي د پاکستان د پارلمان د مشر له بلنې مننه وکړه او په لومړي سر کې يې د هرات د پخواني والي فضل الله واحدي د موندنې په اړه جدي غوښتنه وکړه،چې پاکستان دې نوموړی ژر تر ژره ومومي.همداشان عبدالروف ابراهیمي د ایاز صادق د هغه وړاندیز هر کلی وکړ،چې له مخې به يې د افغانستان د ولسي جرګې د اداري کارکونکو د ظرفیتونو د لوړاوي او پارلماني تجربو شریکولو په برخه کې مرسته کوي. نوموړي د دې تر څنګ چې له پاکستان څخه مننه وکړه،چې افغان کډوال يې درې لسیزې ساتلي،وویل،چې د افغان مهاجرو کارتونه دې تمدید شي او تر هغې پورې چې افغان کډوال خپل هېواد ته ستنیږي؛له دوی سره دې د پولیسو لخوا ښه چلند وشي.ابراهیمي زیاته کړه،چې له پاکستان سره اړېکې د افغانستان د بهرنیو تګلارو مهمه برخه ده او مونږ دې ته ګروهمند یو،چې دواړه هېوادونه په سیمه کې یو سوله ییز راتلونکی ولري نن له غرمې مخكې د افغانستان د ولسي جرګې مشر او ورسره پلاوي د پاکستان له لومړي وزیر محمد نواز شریف سره وکتل.په دې کتنه کې چې په پاکستان کې د افغانستان د ولسمشر ځانګړي استازي او لوی سفير ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال هم ګډون درلود،په یو لړ مسایلو خبرې وشوې،دواړو غاړو د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړېکو په جوړولو او له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې ټینګار کاوه سبا به د دغه هېواد له ولسمشر ممنون حسین سره هم لیدنه کوي او په څلورمه ورځ به دغه پلاوي د پاکستان د پارلماني چارو له انسټېټیوټ څخه لیدنه وکړي