کور / تازه خبرونه / کندهار ښارالۍ دعامه پوهاوي لړۍ نوره هم پراخه کړه

کندهار ښارالۍ دعامه پوهاوي لړۍ نوره هم پراخه کړه

نن دکندهار ښاریو شمیر ځوانانو دکندهار ښاروالۍ په شهید حمیدي صالون کي دمرستیال ښاروال سره مجلس درلودی او ژمنه یي وکړه چي هغه پیغامونه چي د پوسټرونواودچاپ بیلابیل ډولونه او ښاري پیغامونه دي دلاري یي کندهار ښاروالۍ غواړي تر ښار تر هر ه کوره پوري ورسوي دوی ژمن دي چي دخپلي ښاروالۍ سره په پوره همکارۍ دښاروالۍ سره دعامه پوهاوي په برخه کي همکاري کوي او دغه عامه پيغامونه چي دکندهار ښاروالۍ لخوا چاپ سوي دوی به یي په پوره ملاتړ سره پراخ انعکاس ورکړي او دښار تر هر کوره او هر دوکان پوري به ښاری پیغام رسوي ترڅو په خلګوکي نورهم ښاري فرهنګ ژوندی او ښاري کلتور ته زمینه برابره سوې وي وروسته مرستیال ښاروال حاجي محمد نسیم((رضایي)) دځوانانو ددې نیک اقدام څخه ځانګړې مننه وکړه او غوښتنه یي وکړه چي نور ځوانان هم باید ستاسو غوندي فعاله او دخپل ښار په ښایست او ترقۍ کي دخپلي ښاروالۍ سره همکاري وکړي ترڅو یوه ښایسته ښار ته زمینه برابره سوې وی چي دمجلس په وروستیو کي دښاروالۍ لخوا مختلیف النوعه پیغامونه چي چاپ سوي وه ورته ورکړل سول ترڅو تر هر کوره او هر دوکانه یي ورسوی
همدارنګه دکندهار ښاروالۍ ویاند زمری څرګندته دنده وسپارل سول چي دیادو رضاکارانه ځوانانو سره وخت پروخت په اړیکه کي واوسۍ ترڅو یاد کمپاین چي دکندهار ښاروالۍ لخوا دعامه پوهاوي تر چتر لاندي دي پوره تر سره سوی وي او ډیره ښه
نتیجه یي ورکړې وي .
کندهار ښاروالي