کور / هراړخیز / ماشوم ((معصوم))

ماشوم ((معصوم))

ليکوال : استاد نوراحمد ((قران مل
دماشوم مروجه کلمه په پښتو کي يوه داسي کلمه ده ، چي دافغانستان دمشرقي سيمو په پښتني ګړ دود  کي په عامه توګه کوچني ته په خطاب او غياب  د عامه اسم په توګه کاروله کېږي ،چي په پښتو ورته کوچنى  په فارسي ورته خورد سال يا کودک، په عربي کي صغير او انګليسي ورته child  ويل کېږي .
ديادو سيمو په ځينو برخو او کليو کي ورسره په معني کي شريکه او لهجوي جوړښت کي متفاوتنه کلمه ((حيوان)) هم ورسره ديادوني وړ دى .
دماشوم کلمه  دلوېديځو پښتنو په برخه کي مترادف کلمات او تعويضات له ځانه سره لري .
د لوېديځودرنو پښتنو  دا سيمه دميدان وردک او غزني ولايتونو پرمرز د((شش کله)) شيش ګاو له سيمي دلوېديځ افغانستان تر ((تورغونډۍ او قيصار)) او همدا شان دپښتون ميشتو سيمو دکوټې ، دېره جاتو شمالي برخي پوري سيميز بېلابېل او مشترک بديل اسم ((کوچنى))  په عوض کي کاروي ،چي دکوچني دنامه تر عموميت را لاندي په بېلابېلو لويځو سيمو کي بېلابېل منطقوي لهجوي اصطلاحات ورته راوړل کېږي،چي ((کوچنى ، زنکى ، زڼى ، چورى ، نانى ، ڼکى او داسي نور ….)) يې ديادوني وړ دي .
 په يادو نومونو کي د((کوچني)) کلمه چي دکندهارۍ لهجې اصلي اسم بلل کېږم په ژباړه کي دعربي ژبي ((صغير)) پر کلمه اطلاق کېږي ،چي د انګليسي د ((ميني))  له اسم سره معناً هم مفهومه دى، خو اصلي خبره داسي ده چي دعربي او انګليسي ژبو په تحليلي او څېړنيزو ژبو په اړخونو کي کېداى سي .تر تفکيک وروسته  ډېر تغيرات را وړاندي کړي .
کېداى سي په پښتو کي د((ماشوم)) کوچني داسم څېړنه مو بربله لاري بوزي،يا به دا په دې معني نوي چي دعربي ژبي ګرامر پر ((١٤)) بابو متمرکز وي .ځکه چي عربي ګرامر ١٤خانه يز جدول څخه دباندي صورت نه نيسي . کله بيا يې يو توري اصلي ثلاثي و رباعي ، خماسي او … تر فعلي بابونو  دباندي  له اصلي تورو خلاف  دعلت په تورو اضافي ضميمه ورسره کارول کېږي.دوى ورته د((حرف علت )) نوم ور کوي چي پخپل ځان کي دلفيف ، اجوف او ناقص  د ډولونو نومونه لري او هغه چي په نا انډول يا تصادفي ډول  را پيښ سوى وي د((شاذ)) او نادر نوم ور کوي .
دانګليسي ژبي ګرامر چي مرکزې هستې يې دهندو اروپايي ، يوناني ، فرانسوي او جرمني ژبو  زېرمي بلل کېږي
موږ يې ځکه نامنظم بولو چي اڼدول يې کال په کال په دڅېړنو وروستۍ لاسته را وړني نوى ، رنګ را وړئ چي واضح او روښانه بول نه سو پر وهلاى. داسي دنورو يو سېلابه((شرقي اسيايې ژبو چينايي او ….لهجو)) او څو سېلابه ژبو ګرامري څېړنه چي څېړل يې دخبري مسير پربله بيايي.
په کندهارۍ  پښتو کښي دکوچني دنامه  دوهم پړاو هم پر دوو برخو وېشله کېږي ،چي دا مهال هم دپخوا په ځېر  کارنده دي.
لمړئ پړاو ته يې ځينې ((هماغه کوچنى )) او دوهم پړاو ته يې ((کشر)) ويله کېږي.په کښته خوا کي ور ته تنکى وايي .
خبره چي ددې اسم  په  مفغن حالت پوري اړوند ده ،چي اوس تر ډېره حده  افغاني او پښتني بڼه اخلي يا په بله معنى ډېر خلګ په دې آند دي ،چي دماشوم کلمه خپله  پښتو کلمه ده .
دا ددوى خپله کار دى ؛که يې حقيقتاً اصلي ريښه پښتو ته منسوبه وي او يايې قصداً  دپښتو دځينو اصطلاحاتو امحا ته يې مخه کړېده.ددوئ کار دى . موږ يې په منطقي استدلال د((ماشوم)) کلمې بنسټ  ځکه غير پښتو بولو چي :
1.      په نوموړي اسم کي دپښتو  له اتو تورو ((ټ،ډ،څ،ځ،ږ،ړ،ښ،ڼ)) يو تورئ نه پکښي ښکاري  .
2.      دماشوم کلمې دلمړي ((ميم)) څخه وروسته حرف  الف چي داول حرف علت يا حرکت لرونکو تورو څخه دى ، چي په دې سره نوموړئ اسم په  دوهم سېلابه  حيثيت ورکول سوى . او داده دالف تورئ دنړۍ په هره لهجه کي سته .
3.      دماشوم په اسم کي  دعلت حرف ((الف)) موجوديت مصنوعي بڼه لري ،چي په دې سره دپښتو دخاص توري  استعمال نه پکښي تر سترګو کېږي .
4.      د((الف)) موجوديت په دې اسم  کي دعربي ژبي له اصلي توري ((عين)) سره شباهت ،ځکه پيدا کوي چي په زيات استعمال سره  دغه د((عين)) په ((الف)) بدل سوئ  ، چي له ((مع)) څخه د((ما)) استعاريت يې اخيستى دى .
5.      دماشوم داسم  درېيم تورئ  چي ((شين)) دي په لفظي ډول سپک دنړيوالو مشترکو تورى دى چي هډو په هره ژبه کي اورېدل کېداى سي .
6.      د((شين)) تورئ پر ژبه اسان او روان  باله سي
7.      دش((شين)) تورى چي پر ژبه اسانه وايه سي دماشوم داسم په استعمال کي  دعربي ديوه بل اصلي حلقي غير علتي توري ((ص)) ځاى يې نيولى دى .
8.      دماشوم په اسم کي ((ص)) په عربي حروفو څرکند دى چي په حرفي حلقي تورو کي موجود دى  . په دې اړوند  په فارسي ((صرف مير)) کي دعربي ژبي دقياسي ، فاعلي بابونو بېلابېلو افعالو استعمال ، استخراج ، استکرار را ښيې ، په لاندي بيت کي مشخص دي :
((حروف حلق شيش بود اى نوري عين َــ همزه ،حاو، خاو ، عين وغين))
په پورته بيت کښي  د((ص)) تورئ  چي معربيت يې ثابتېږئ  او ددې توري څخه مخکي  د((ع)) موجوديت موږته روښانه کوي . ددوي په موجوديت سره د((معصوم)) اسم  يا کله عربي صغه يا لغت دى .
 په پښتو لهجه او ګړو دود کښي دعربي ژبي  حلقي  توري تل په هغه اصلي شکل چي ثقلت لري او پښتانه پخپله لهجه کي دقران کريم او نوبي احاديثو له تلاوت او لوستني پرته  دثقلت  نه مراعتونکي او کاروونکي يې هم نه دي ، خو دا په دې معني نه ده چي  دوئ يې نسي ادا کولاى ، بلکه  دژبي سلاست او روانوالى يې ددې لامل دى چي  دنورو په ځانګړي ډول  داسماني ژبي ((عربي)) ثقيل او حلقي توري  ځانته اسانه کوي ، همدا اسانتيا يې په لجه کي تر ډېره دعربي د((ث)) او ((ص))  توري  په عامه مشترک توري (( س))  ادا کوي . پر ژبه باندي ((صديق ))په سديک ، ((عبدالرحمن))  په ادرامان ،((معنى)) په مانا ، ((معلومات)) په مالومات حتى ((اهميت)) په امينت اړوي.
دمفغن سوي ماشوم  چي دعربي معصوم دى  (( عين)) او ((همزه)) په ((الف)) ، ((حا )) په ((ها )) بدلوي  . ددغو بدلونونو ثبوت  موږ ته ښئې چي دمعصوم په صغه کي  د((عين)) تورئ  په ((الف )) اړول سوى او په دې سره دعربي ژبي  دمعصوم دصغې ((مع)) په پښتو ژبه کي مفغن سوى ، ((عين )) يې په ((الف)) بدل سوچي په دې سره اوس ((مع )) په ((ما)) ويل کېږي  .
ددې اسم دوهمه برخه ((صوم)) چي ديوه ډک  سېلاب لرونکې کلمه ده.د(( صاد)) په کلمه راپيل کېږي .نوموړئ تورئ چي دعربي ژبي له اصلي تورو څخه دى ، دخولې په مخرج کي  غوړشک يا غونډ ويل کېږئ چي دپښتو په لهجوي اړخ کي يې ډېر داستعمال موارد   دبشپړو ويلو په دود نه لري ، ځکه نو د((شين)) دحرف اسانه وَيَنه  ده چي همدا((ص)) په ((ش)) اوښتى دى  او پاته دوه حروف يې ((واو    او   ميم)) يې پرخپل حال پاته دي  .
پايله : ديادي لنډي تحليلي ليکني  پايله موږته دا څرک په لاس راکوي چي دماشوم صغه يا اسم پښتو بېلګه دعربي له معصوم څخه جوړسوې مستعاره مفغنه سوې کلمه يا صغه ده چي په پښتو کي ورته کوچني اصلي دعربي معصوم او  په ماشوم مفغن سوى دي .
دمعصوم  دکلمې ځيني مشترک صفات دپښتو له کوچني سره لاندي مشابهت لري .
په عربي کي معصوم دپاک ياسپېڅلې په معني چي انسان هم  په فطرتي دکوچنيوالي په مر حله کي  ذهناً او قلبا پاک او ستره وي او پرڅېره يې مينه له ورايه ښکاري .
په درنښت
قران مل