کور / تازه خبرونه / د نايجريا تښتول شوى وگړى چارسدې کې وموندل شو

د نايجريا تښتول شوى وگړى چارسدې کې وموندل شو

پېښور: دبي بي سي د خبرله مخې د ناېجرېا يو وگړى چې نوم يې يواځې چکوري ښودل شوى دى تېره اونۍ د پنجاب له راولپنډۍ څخه تښتول شوى و.که څه هم تر دې دمه په خپلواکه توگه نه ده تايد شوې چې ددې تښتونې علت څه و خو ځينو سرچينو ددې علت د نايجريايي وگړي او تښتونکو ترمنځ د “نشه ايي توکو د قاچاق په سر اختلاف” ښودل شوى دى. پوليسو تردې دمه ددې تښتونې د علت په اړه څه نه دي ويلي.نوموړى د خيبر پښتونخوا او پنجاب پوليسو د لټون شريکو عملياتو پر مهال چارسدې کې وموندل شو. پوليس وايي لږ تر لږه دوه کسان ددې تښتونې په تور نيول شوي دي. دا کسان خپلو کې وروڼه بلل شوي دي.