کور / تازه خبرونه / طالبانو وايي په کندهار ولايت کي يې بريدونه کړي دي

طالبانو وايي په کندهار ولايت کي يې بريدونه کړي دي

د طالبانو رسمي وياند قاري يوسف احمدي لراوبر ته وايي چي نن سهار اته بجې ، د کندهار ولايت د بولدک ولسوالۍپه ” ياروکاريز “کې د سړک جوړولو د خارجي کمپنۍ د امنيتې عسکرو يو سرف موټر  د طالبانو له خوا په ښخ سوي ماين ور برابر سوی دی ، قاري يوسف وايي چي په چاودنه کې په موټر کې ناست دوه تنه امنيتې کسان ځای پرځای وژل شوي دي .

تيره ورځ هم ددې ولسوالۍ د ووت ، تورو او سپينګۍ په سیمو کې دددې ولسوالۍ اړوندد سرحدي عسکرو درې موټرونو پر ماين د وربرابريدو خبرونه خپاره شوي وو ، چې له امله يي د قاري يوسف په وينا  د يوې پوستې د قوماندان( ګولان) په شمول څوارلس(۱۴) تنه عسکر وژل شوي وو .

 بله خوا طالب وياند وايي چي نن سهار لس نيمې بجې ،د کندهار ولايت د ميوندولسوالۍ د “سنګبر” په سيمه کې د مجاهدينو له خوا د یوه ځای پر ځای شوي ماین په توسط د داخلي عسکرو يوسرف موټر ويجاړ شو . قاري يوسف وايي په چاودنه کې موټر په بشپړه توګه له منځه تللی اوپکې ناست عسکر چې شمير يي پنځو(۵)تنو ته رسیدی ، ځای پر ځای وژ ل شوي دي .

دداخلي عسکرو یوسرف موټر په داسي حال کې د يوه ماين ښکار شوی ، چې تيره ورځ ددې ولسوالۍ د “ملنګ کاريز” په سیمه کې د کندهار – هرات پر لويه لاره ددښمن پر اکمالاتي کاروان د بريد له امله  يوولس(۱۱) موټر له منځه تللي وو.


د يادوني وړ ده چي ددولتي او بهرنيو ځواکونو له خوا  د ارغنداب څخه د طالبانو د وژلو او شاتګ ته مجبوره کولو څخه وروسته بيا پر ليري پرتو ولسواليو او دولتي يا بهرني ځواکونو بريدونه زيات سوي دي .