کور / هراړخیز / ډزي مه کوئ

ډزي مه کوئ

سميع الله پام – کابل

Samiullah pam سميع الله پامد کرکټ، فوټبال او يو شمېر نورو لوبو د بريا او اتلوليو نمانځنه په انسان وژنه مه کوئ، د همدغو خوشحاليو پروړاندې د خلکو ذهنيتونه مه خرابوئ، ډزې مه کوئ چې خوشحالي مو نه غمېږي.

 ستاسو اتلان تاسو ته خوښي درکوي او تاسو خپل ولس ته څه ورکوئ؟
ستاسو اتلان تاسو ته خوشحالي راوړي او تاسو دغه خوشحالي په ډزو نمانځئ.

ډزې کول کومه خوښي ده، کومه ځواني او که کومه باتوري ده؟

او پدې مه خوشحالېږه چې د بريا پرمهال دې پخپله ډزې نه دي کړي بلکې په دې خپه شه چې ولې دې د بل کس مخه نه ده نيولې.

ستا بريا او ستا اتلولي يو ناپوه انسان په ډزو بدناموي ته د خپلې خوښئ او خوشحالۍ څخه څنګه دفاع کوې؟

بيا هم وايم ستاسو اتلان تاسو ته اتلولي او خوشحالي دربښي تاسو هم خلکو ته خوښي وروبښئ خلکو ته غم مه ورکوئ، د يو انسان ژوند د خپلې جذبې په سيند مه لاهو کوئ.

نه دا چې خپله بايد ډزې ونکړو بلکې زمونږ او ستاسو مسؤليت دا دی چې د خپلو خوښيو او د نورو د غمونو په خاطر هغه کسان له ډزو منع کړو چې د خوښيو په ورځ ډزې کوي.