کور / شعر / زما د مور خبري

زما د مور خبري

زما د مور خبري

زه لا ویده اوس هم 

په هماغه خوب یم

هغه خبره لاهم زما په غوږ ده

چی پلار او مور را ته ویل هر ورځ

او په غوږونو کی  می

آواز خپور وو

او اوریدل می تل کیسی د مینی

او د وصال انګازی 

په هری خوا خپري وي

خو زه به یی بیا وا نه اورم

د چنارو او سیندونو زوږ

له  مینی ډک له وسوسو نه ډکی 

د ښار او کلیو کیسی

***

زما د مور د ارمانونو وطن 

زما د مور د امیدونو وطن

د مور آواز لا هر سهار زه اورم

چی زما په غوږ کی

له آذانه مخکی 

او له قرآنه مخکی 

په خوږ آواز او په خندا کی ویل

وطن زما د آزادی وطن دی

وطن زما د خوشحالی وطن دی

وطن زما د شور او زوږ نه ډک دی

وطن زما د خوشبختی وطن دی

سمیع الله خالد سهاک

د مارچ ۱۱، ۲۰۱۶ کال…. مونتری، کالیفورنیا