(کرکټ) کتاب بيا ځلي چاپ شو

د لراوبر اداره | مارچ 12th, 2016


کاتب شاه کاتب هډه وال

د ژورنالېست او ليکوال سميع الله پام په زيار ليکل شوی د کرکټ کتاب د مينوالو د غوښتنې سره سم بيا ځلي چاپ شو.کرکيټ - سميع الله پام

په دغه کتاب کې د کرکټ پېژندنه، تاريخچه، قاموس او د کرکټ مسلکي برخې يوځای شوي چې تېر ځل يې دوه زره ټوکه بازار ته راوتلی و او تر خلاصېدو وروسته يوځل بيا چاپ شو.

د کرکټ په دغه کتاب کې له نورو مسلکي مالوماتو سربېره د توپ وزن، د توپ اندازه، د بېټ وزن او اندازه او همدارنګه د ويشتنځای د اوږودوالي او پلنوالي په اړه مالومات ليکل شوي.

دغه کتاب يو سل او پنځه صفحې دی چې د کرکټ په برخه کې لمړنی پښتو مسلکي کتاب دی.

 

Copyright Larawbar 2007-2024