کور / تازه خبرونه / په پېښورکې چاودنه شوې

په پېښورکې چاودنه شوې

پېښور د بي بي سي د خبر له مخې د خیبر پښتونخوا پېښور ښار کې د حکومتي کارکوونکو پر لېږدوونکي بس چاودنه شوې چې له امله يې ۱۵ کسان وژل شوي او ۲٨ نور یې ټپيان دي.د پېښور پولیس وايي، چاودنه د چارشنبې په ګهیځ په ‘سنهري مسجد روډ’ پر یوه لېږدوونکي بس شوې ده.د پېښور ښار یوه چارواکي عباس مجید مروت له چاودنې وروسته خبریالانو ته وویل، په برید کې پنځلس کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.دی وايي، بس د مردان له درګي څخه شاوخوا ۵۰ ‘مسافر’ پېښور ښار ته لېږدول، چې په کور کې جوړ شوي چاودېدونکي توکي یې په یوه سیټ کې ځای پرځای شوي وو او چاودل.په بس کې ملکي مامورین سپاره وو، چې له مردان نه پېښور ته روان وو.مړي او ټپیان لیډي ریډینګ او ځینو نورو روغتونو ته وړل شوي.د یاد روغتون ډاکټر غلام سبحاني وویل، د پېښې له ځایه یې دوی ته لس مړي او ۲۱ ټپیان وروړي، چې په ټپیانو کې درې ښځې دي.تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې.وړاندې هم په خیبر پښتونخوا کې د حکومتي مامورینو پر لېږدوونکو بسونو بریدونه شوي دي.