دې ته ښکره ور درواغجن تبليغات وايي !

د لراوبر اداره | مارچ 16th, 2016


حبيب الله غمخور

د۲۰۱۶ ز کال دمارچ ۱۵

همدا شېبه مې په تاند ويب پاڼه کي ولوستل  چې طالبانو له پاکستانيچارواکو سره په پټه غونډه کې د سولې خبرې رد کړې.

پاکستاني ورځپاڼه ډیلي ټایمز وايي، د افغان طالبانو مشرانو له پاکستانيچارواکو سره په یوه غونډه کې د سولې په خبرو کې ګډون رد کړ.

ډیلي ټایمز نن /دوشنبه/ وویل، پاکستاني چارواکو افغان طالبانو تهخبرداری ورکړ چې که د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي، د پاکستان له خاورې څخه به وایستل شي خو طالبانو ونه منله .

ډیلي ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو د رهبرۍ شورا دوې اوونۍ پخوا لهپاکستاني چارواکو سره پټه غونډه وکړه.

ورځپاڼه وايي چې پاکستاني چارواکو د غونډې د ځای په اړه له څه ویلوډډه وکړه.پاکستاني چارواکو دا هم ویلي چې اوس طالبان د افغانستان لورته روان دي څو پسرلني عملیات پیل کړي  .مخکې په ځینو راپورونو کې ویلشوي و چې پاکستان نهایت هڅه کوي او پر طالبانو یې زیات فشار راوړی چې هلمند ونیسي او د رهبرۍ شورا دغه ولایت ته انتقال کړي څو پاکستان له خپلې خاورې د طالبانو د ایستلو په باب څلور اړخیزې غونډې ته خپلهژمنه ثابته کړي.

د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، یوه پاکستاني چارواکي په اسلاماباد کې وویل، د افغانستان په داخل کې د جګړې په میدان کې د طالبانووروستيو بریو وضعیت بدل کړی دی:«دوی نور د پاکستان اډو اوپناه ځایونو ته اړتیا نه لري، نو که پاکستان پر دوی فشار راوړي چې له خپلې خاورې یې باسي، د پاکستان خبرداری به هغسي اغېز ونه لري چې پخوا یې درلودای شوای.»په ګاونډیو هیوادونو کې د پاکستان د نیابتي جګړو چارې عموماً د پاکستان د پوځ متقاعد افسران پر مخ بیايي.

ټولی نړۍ ته لمر غوندي روښانه ده چې طالبان دپاکستانی پوځ يوه جنگی مفرظه ده چې په افغانستان کې یې داڅولسيزي ترپه اصطلاح ((جهادی)) تنظيمو وروسته لوبوی .په هيڅ منطق که طالبان ديوه قوت په شکل هم يوڅوک تمثيل کي داتوان نلري چې دپاکستانی چارواکو خبره دي ونه منې.دوي په پاکستان کي اوسي ،هلته روزل کيږي اوله هغو پوځي گدامو ورته وسلې رسېږي .

ددې خبر په نشر له يوې خوا پاکستانی چارواکي غواړي دخپلو دروغجنو تلاښونو سپيناوی اوکړي اودبلی خوموږ وډاره وي چې طالبان اوس په افغانستان کي مسلط دی اودپاکستان په خاوره کي اوسېدوته اړتيا نلری ،ځکه خو زموږ خبره نه می .دافغانستان نړيوال دوستان اوخپله افغانی چارواکي بايد پدې پوه سي چې پاکستان  دڅه ډول لوبو اوتاکتيکونه کار اخلی  .

Copyright Larawbar 2007-2024