کور / تازه خبرونه / روزګان: له ۶۰۰ ښوونکو ازموينه واخستله سوه

روزګان: له ۶۰۰ ښوونکو ازموينه واخستله سوه

نن سه شنبه ورځ د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پوهنې ریاست (۶۰۰) تشو بستونو د ډکولو په موخه ازموینه واخیسته، د ازموینې د پیل څخه دمخهارزګان والي ښاغلې محمد نذیر خروټی ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل، دغه ازموینه د ولایتې اداری د هغو ژمنو یوه برخه ده کوم چې د کار موندنۍ په برخه کې يې د ولس سره کړی و، هغه زیاته کړه چې پوهنه د یوې ټولنې بنسټ جوړوېاو دا تاسې یاست چې زموږ راتلونکې نسل به روښانی لار ته رهبری او هغوې به د دې جوګه کوې چې د خپل هیواد ریښتینې خدمتګاران وګرځې.Rozgan روزګان

د پوهنې رئیس ښاغلې احسان الله ناشر په خپلو خبرو کې وویل، موږ د (۸۵۰) په شاوخوا کې د ښوونکو خالی بستونه د ازادی سیالی له لاری اعلان ته سپارلی وه، خو نن یواځې (۶۰۰) تنه ازموینې ته حاضرشوی چې (۵۵) تنه يي ښځینه او پاتې نور يي نارینه دې، نن د ازموینې لمړنی پړاو دی چې په راتلونکو ورځو کې به دویم او دریم پړاو ازموینه هم واخستل شې، ترڅو د ارزګان ولایت ټولو ښوونیزو مرکزونو ته د تشکیل له مخي ښوونکې پر دندو وګمارل شې.

د ادارې سمون د کمیسیون ولایتې آمر ښاغلې فیروز خپلواک بیا په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ازموینې د رونټیا ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې په دې پروسهکې به د هیچا حق تلف نه شې. د یادې ازموینې د اخستلو په موخه د پوهنې وزارت نه هم یو پلاوی راغلی ترڅو پروسه کاملاً له روڼتیا څخه برخمن او په دقیقه توګه يې څارنه وکړې، د یادې ازموینې لپاره پوښتنپاڼې په مرکز کې ترتیب شوې چې د (کټینګ له سیسټم) وروسته به د ازموینې ټولي پرچې اړونده وزرات ته انتقال او د ټاکل شوې کمیټې له خوا به يې برخلیک روښانه شې.