کور / شعر / غزل

غزل

زه چي څراغ وانه خلم په جنګ د تيارو ونه وځم
هيڅ به د دوښمن له دسيسو تر هغو ونه وځم
روږد په تنهايۍ نه يم يواځې که دي پرېښووم
خداى مه کړه جانانه! چي له ننګ او پښتو ونه وځم
ځاى چي راته څوک نه راکوي د زړه په کلي کې
ولې يې له فکره لکه لمر په سپېدو ونه وځم
ته به اې زرداره! د خوښيو اتڼ پرې نږدې
زه به ستا لپاره د خوارۍ له خولو ونه وځم
زه چي مينه- مينه شم د هر چا زړه ته ننوځم
بيا به دي د کسي غوندې هيڅ له لېمو ونه وځم
کله- کله زه هم د نفرت د بلا هېر شمه
خداى نه يم چي هيڅکله د خلکو له زړو ونه وځم
خاوره به مي حق د مورګلوۍ څنګه را وبخښي
څو د غلامۍ له دې وحشي زولنو ونه وځم


څه به بارکواله! څوک زما په نامه وياړ کوي
تل د قام لپاره چي د اور تر لمبو ونه وځم


 


١٣ نومبر ٢٠٠٧م کال


د شېرانيو سيمه