کور / z_buitenland_news -- 5 / د پاکستان اوسنی حکومت يو غير قانوني حکومت دی

د پاکستان اوسنی حکومت يو غير قانوني حکومت دی

د پاکستان اوسنى حکومت يو غيرقانوني او د اساسي قانون مخالف حکومت دى….محمودخان اڅکزى



په پاکستان کې د نومبر پر درېيمه نېټه د بيړني حالت تر اعلانېدو وروسته ګڼ شمېر سياسي مشران په خپلو کورونو کې نظر بند وساتل سول، چي له هغوى څخه يو هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزى و.


 محمود خان اڅګزي پرون تر اوولس ورځنۍ نظربندۍ وروسته په لومړي ځل يوې خبري غونډې ته په وينا کې اوسنى حکومت د اساسي قانون خلاف او غيرقانوني حکومت وباله. دۀ زياته کړه چي د بيړني حالت نافذول او قاضيان نظربند ساتل له دې هېواده سره زياتى دى او وايي چي که کوم قاضي، پوځي قومندان يا کوم بل دولتي مامور د دې حکومت امر ته غاړه ږدي نو دا جرم او غلط کار دى. دۀ پر سياسي ګوندونو او عام ولس باندې ږغ وکړ چي بايد د حکومت پر ضد سړکونو ته را ووځي او په سوله ييز ډول د ډيموکراسۍ او خپلو حقونو غوښتنه وکړي.


ښاغلى اڅکزى وايي په داسې حال کې چي بيړنى حالت دوام لري، د انتخاباتو نېټه ټاکل ټوکې او ملنډې دي. دى وايي انتخابات هغه مهال کېداى سي چي بيړنى حالت پاى ته ورسېږي، د ټولو سياسي ګوندونو په سلا او مشورې سره موقتي حکومت جوړ سي، د انتخابات لپاره يو بې طرفه کمېسون وټاکل سي، وايي پرته له دې د منصفانه او درغلۍ خلاسو ټاکڼو هيله هم نه سي کېداى.