کور / z_buitenland_news -- 5 / د مشرف او نواز شريف د ليدو کاتو آوازې

د مشرف او نواز شريف د ليدو کاتو آوازې


خبري آژانسونه ديوې عربي رځپاڼي “الشرق الاوسط،” له قوله خبر ورکوي چې د پاکستان جمهور رئیس جنرال پرويز مشرف پرون په رياض کې د “عبدالله بن عبدالعزیز”  سره وکتل او د پاکستان پر روانو حالاتو و ږغېدل . همدارنګه  په اماراتو کې د الخليج ورځپاڼي د رياض دهغه هڅو نه پرده پورته کړه چې هدف يې د پرويز مشرف او د پاکستان دپخواني صدراعظم نواز شريف سره ملاقات او پخلاينه ده . دغی ورځپاڼي ليکلي دي چې د عربستان چارواکي همدا اوس د مشرف او نواز شريف د ملاقات او پخلايني هڅي کوي .
خو په عين حال کې و نواز شريف ته نيژدې کړيو اعلان وکړ چې نوموړي ددې ملاقات د پاره شرطونه ايښي دي اوهغه د بېړني حالت ختمول او د ټولوهغه قاضيانو خوشي کېدل دي چې پر بېړني حالت باندي د اعتراض  په وجه نيول سوي او بندي شوي دي .
نواز شريف د پرويز مشرف د ۱۹۹۹کودتانه وروسته  په سعودي عربستان کې تبعيد دی او هلته اوسي .