د دوو چارواکو ښکر په ښکر کيدل
د دوو چارواکو ښکر په ښکر کېدل
ډاکټر نبي مصداق
افغانستان په داسې حال کې چې د پردیو په تپل شوي جنګ کې له څلورو لسیزو را په دېخوا ښکېل دی، کله نا کله د اوسني ګډ حکومت په منځ کې هم د هغو لوړ پوړو کسانو ترمنځ چې د دوو رقیبو مشرانو له خوا ټاکل شوي دي، مخالفتونه او زور آزموینې تر سره کېږي.
ښه بېلګه یې د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور او د ګډ حکومت د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ترمنځ د نوروز په ورځو کې را پورته شوي مخالفتونه ول.
ویسا ورځپاڼه د دوستم د ملي جنبش ګوند د ویاند بشیر ستیج له خولې لیکي چې "د بلخ ځایي مسوولینو (عطا نور محلي وکمنانو) باندې تور پورې کړ، چې په قصدي او پلان شوې توګه یې د دوی د مشر تصویر څیرلی دی. او دا مهال د بلخ له شاوخوا ولایتونو د ملي جنبش ګوند غړي د دې موضوع په غبرګون کې بلخ ولایت ته په رسېدو دي؛ خو د بلخ ځايي چارواکي یې، مزار شریف ښار ته د ننوتو مخه نیلې ده."
د بلخ سر پرست والي ښاغلي عطا محمد نور د دې موضوع په ارتباط په خپله فسبوک پاڼه کې په یوه " فوري" اعلامیه کې لیکلي دي چې د ښاغلي دوستم عکس "اخلال ګرو کسانو“ لرې کړی دی؛ خو د جمهور رییس د لومړي مرستیال ځینو ملاتړ کوونکو د بلخ ولایت رهبرۍ ته په بدو ردو پیل کړی دی. د هشت صبح ورځپاڼه، د عطا نور له خولې لیکي چې "د محترم لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ځینې پلویان، د هغه عکس له امله چې د مزار شریف له یوې څلور لارې نه، اخلال ګرو کسانو لرې کړی، د بلخ مشري او د دې ولایت خلکو ته، ښکنځل کوي او بد رد وايي. زه یقین لرم چې دا کار هېڅکله هم دوی حزب (جنبش ملي) په آکاهی او هدایت سره نه دی شوی؛ خو د حزب (جنبش) رهبري مکلفه ده چې د دا ډول خپل سریو (چې د دوی په اړیکو کې درز او مخالفت پیدا کوي) مخه ونیسي."
د بلخ سرپرست والي په خپله نشر شوې اعلامیه کې زیاتوي چې د بلخ ولایت د هم غږۍ او سلامتۍ یوه نمونه ده. په دې ولایت کې برسېره د جنبش ملي پر حزب لسګونه نور ګوندونه چې سیاسي او مدني فعالیتونه لري، موجود دي. د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې او حتی زما کور ته نېږدې د جنبش ملي عکسونه ځوړند دي. هغه زیاتوي "زما باور دا دی چې د جنرال صیب دوستم د یو عکس د لرې کولو کار د اوباشانو او د امنیت د اخلال ګرانو کار دی؛ خو په هیڅ صورت سره به چاته اجازه ورنه کړو چې د یو عکس د څيري کولو په بهانه د ښار امنیت او آرامي له منځه یوسي او یا هم زموږ او یا خلکو ته ښکنځل وکړي."
خو د بلخ سرپرست والي هغو کسانو ته چې په اعتراض او شورش کې لاس لري په اخطار سره وايي چې "بې نظمي او غوغا دې نه جوړوي او زموږ د ښار آرامي او سوکالي دې له منځه نه وړي. د ۱۳۷۲ او ۱۳۸۲ د کلو نو ترخه خاطره دې بیا نه را ژوندۍ کوي. که دې مسئلو ته توجه ونه شي بر سېره پر دې چې موږ له هغه فرهنګ نه چې له یو بل سره یې لرو: په هوساینۍ سره او سېږو، په نرمۍ یو له بل سره راشه، درشه لرو او په دې عقیده هم یو، خو مجبور به شو چې په بلمثله عمل لاس پورې کړو."
د مزار له ښار نه ډېر کسان چې د نوي کال د جنډې د پورته کولو لپاره هلته تللي ول، وايي چې د دوستم خواخوږي او ملاتړي د ښار داخل ته نه پرېښودل کېدل.
له بلې خوا د جنرال دوستم زوی باتور دوستم د خپل فسبوک په پاڼه کې د جنبش ملي د ګوند له پلویانو نه غوښتنه کړې چې دروازې ماتې کړئ او ښار ته ور داخل شئ. باتور دوستم په خپل فسبوک کې د جنبش ملي غړو ته په خطاب سره داسې لیکلي "مظاهرې ستاسو څرګند حق دی، اوس چې د بلخ محلي چارواکو ستاسو پر مخ دروازې تړلې دي، تاسې هم حق لرئ چې دا دروازې ماتې کړئ او د مزار شریف ښار ته ور ننوځئ. مزار شریف، سلطان حسن باأقراء او امیر علي شیر نوایي اباد کړی. نه هر اوباشي چې له غر نه راښکته شوی وي."
د دې دوو مشرانو ښکر په ښکر کېدل په داسې حال کې کېږي چې د نوروز ورځې د جنډې د پورته کولو لپاره په زرګونه خلک بې له دې چې کومه پېښه وشي په مزار کې وو. دا دوه تنه چې یو یې په مزار کې، له لسو کلونو نه را په دېخوا موازي حکومت چلوي او بل یې د زرګونه بندیانو په جرم د نړۍ د عفو مؤسسو له خوا محکوم دی او اوس د افغانستان د جمهور رییس لومړی مرستیال دی، له پخوا نه یو له بل سره داسې حسابونه لري چې تر اوسه تصفیه شوي نه دي.
خو دلته بې له دې چې مقام او رتبه په نظر کې ونیول شي، یو بل ته خبرداری ور کول کېږي.
دوستم مقام د لومړي مرستیال په صفت له سرپرست والي نه لوړ دی، که د هغه عکس څیري کېږي او یا یې پلویانو ته ښار ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي؛ نو داسې ښکاري چې د حکومت له چوکاټ نه د باندې له یو بل سره برخورد کېږي. مزار د افغانستان له کلیدي ښارونو څخه دی او رییس جمهور غواړي چې هغه د اورګاډي د پټلیو له لارې د لودیځ له لوري هرات سره، د ختیځ له لوري له کندز، او د شمال له لوري له اوزبکستان، مرکزي اسیا او بالاخره له چین سره وصل کړي.
جمهور رییس نه غواړي چې هلته د ده د اقتصادي او سیاسي پروژو پروړاندې د ده دوو مامورینو په منځ کې نا امني او ګواښونه رامنځ ته شي.
ممکن دا یو دلیل وي چې ډاکټر اشرف غني، عطا محمد نور چې د کرزي د وخت والي دی، په خپل ځای پرېښودلې وي.