نامعلومو وسله والو دقومي مشر ذاکر واصفي پر کور حمله وکړه
ناڅرګندو وسله والو تېره ورځ ماښام په کندهار کي د قومي مشر عزيز الله واصفي د لمسي احمد ذاکر واصفي پر کور چاپه وهلې ده خو ويل کيږي چي نوموړی په کور کي موجود نه وو.
د نوموړي د کورنۍ يوه غړي د نوم نه ښوولو په شرط د لراوبر همکار ته وويل چي فکر کوي وسله وال کسان په طالبانو پوري اړه لري ، دی دليل وړاندي کوي چي کورنۍ يې له چا سره شخصي دښمني نلري. نوموړی وايي تر دې وړاندي هم احمدذاکر واصفي ته د طالبانو په نوم ګواښ سوئ وو.
د څېړنو له مخي په بېلابېلو نومونو په زابل، کندهار، هلمند او ارزګان ولايتونو کي د وژل سوو قومي مشرانو او مخورو اشخاصو شمېر ۱۵۰۰ کسانو ته رسيږي چي د ډيرو لږو کسانو د وژني په تور څوک تورن سوي يا محکمه سوي دي.
د ورته پېښو د قربانيانو په وينا دا چي د دولت وسله وال مخالفين معلوم څرګند نظامي يونيفورم نلري ځکه يې له غلو او سړي تښتوونکو له ډلو سره تفاوت نسي کولای او له حکومت څخه د امنيت د تامين او مخورو او بانفوذه اشخاصو د مصئونيت غوښتنه کوي.