کور / تازه خبرونه / په لارهورکې چاودنه شوې

په لارهورکې چاودنه شوې

دلاهور دگلشن اقبال په پارک کې بيگاماښام مهال سخته چاودنه شوې چې له امله ۶۵ کسان وژل شوي او ٣٠٠ ژوبل دي.پوليس وايي د چې چاودنه ځانمرگي بريدګر له خوا چې دپنجاب دمظفرگړ دفتح سراني دسیمی اوسیدونکي محمدیوسف د غلام فرید زوی ترسره شوى. يو عيني شاهد وايي چې له چاودنې وروسته لوى شمېر خلک تر پښو لاندې شوي، کوچنيان د ژغورنې هڅه کې له خپل مور پلار څخه جلا شوي دي.راپورونه ښيي دغه چاودنه د ګلشن اقبال پارک سره نژدې هلته چې موټر درول کېږي شوې ده.لاهور د پنجاب ايالت مرکز دی چې د پاکستان يوه تر ټولو شتمنه سيمه ګڼل کېږي او اوسنی لومړی وزير هم د دغه ځای اوسېدونکی دی.د مرستندويه کارکوونکو له خولې ويل شوي دي، لږ تر لږه ١٠٠ کسان روغتون ته وړل شوي چې کوچنيان هم په کې شامل دي.تراوسه هېڅ کومې ډلې د دغه بريد يړه پر غاړه نه ده اخيستې.
.