کور / سياسي / ولې باید د اشرف غني ملاتړ وکړو ؟

ولې باید د اشرف غني ملاتړ وکړو ؟

 

زه د ډاکټر اشرف غني سره د هماغې ورځې نه اختلاف لرم کله چې هغه د افغانستان د ولس رایو ته په سپکه وکتل او د کابل په سفارت کې په جوړ شوي حکومت یې  سلا وکړله. دا یو حقیقت دی چې غني ډارن او محافظه کار شخصیت دی. اشرف غني خو په کابل کې د خپلې کورنۍ سره ژوند کوي مګر طرز او تفکر یې اوس هم ټول امریکایي دی.Raihan dost ريحان دوست

د هغه د ذهن او خیال نه د امریکایي ژوند او فلسفې خیال ایستل دومره آسانه کار ندی. ها بله ورځ مې واوریدل چې د هزاره ګانو د توکم جنګسالار عبدالعلي مزاري ته یې " د ملي وحدت د شهید" لقب ورکړی. 

زه په خدای درته قسم خورم چې دا کار په هغه په زور شویدی او حتماً به په ارګ کې کوم چا پرې سترګې برګې کړې وې چې دغسې یو کار وکړي. که داسې نه وي په خدای که اشرف غني خو لا پریږده، والله که زلمی رسول هم داسې بې ډبه خبره وکړي. دا هم کومه پټه پڅه خبره نده چې د اشرف غني مشرۍ د کابل حکومت تر ستوني په فساد، غبن، رشوت خورۍ او دوه زره نورو ستونزو کې ډوب دی. 

اوس هم د پنجشیر لنډغر په کابل کې د خلکو ستوني څیري، اوس هم په کندهار کې د قوماندان رازق ملیشې په زور واک چلوي، اوس هم معلم عطاپه بدماشۍ او وچ زور په بلخ کې پاچایي کوي. او همداسې نور ، نور او نور….. !

خو مونږ د اشرف غني سره څه باید وکړو؟

حقیقت خو دا دی چې وروره اشرف غني نه کوم متفکر دی او نه هم کومه سیاسي کله (سر). بس افغانستان دی چانس یې راوړ او واک ته ورسیده. هغه د متحده ایالاتو د جان هاپ کنز په پوهنتون کې د یو څه مودې لپاره استاد و، بیا یې د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک په پروژو کې کار کړی او بس. زه په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر افغان ځوانان وینم چې لکه د ړندو په شان د اشرف غني ملاتړ کوي او فکر کوي چې که نن اشرف غني په افغانستان کې نه وي، هر څه به ګډوډ شي. 

دوي دا فکر هم کوي چې ګواکې غني به افغانستان ته سوله راولي. خو خبر ندي چې د افغانستان پر سر نړۍ دومره لوبه روانه کړې چې د غني په شان لوبغاړي والله که په ذره بین کې هم پکې وښکاري. پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی پدې مسلې تر یو حده خبر و. هغه ویلي و چې " د افغانستان د سولې کیلي اول د امریکا او بیا د پاکستان په لاس کې ده."

کرزي دا ډیره پخه خبره کړیده او هغوي چې په نړیوالو مسایلو یې یو څه سر خلاص وي، پدې سترې لوبې ښه پوهیږي او لوبغاړي یې هم هر چاته معلوم دي. او هغوي چې پټې سترګې دي، په کابل کې چې باران هم ونشي، وایي دا د پاکستان کار دی. 

خو !

د افغانستان ولس پرته د دې چې د اشرف غني حکومت ومني او ملاتړ یې وکړي، بله چاره هم نلري. هماغه د ډانګ او پړانګ داستان دی. که د اشرف غني د حکومت ملاتړ ونکړو، بدیل یې طالب ، داعش، د پنجشیر لنډغر، د کندهار زورواکان، د دوستم ګلم جم او د مزاري د رقص مرده نظامونه دي. چې نه خدای پیژني او نه انسان. کله چې ډاکټر عبدالله د انتخاباتو پر وخت د افغانستان خلکو ته د " پسونو" خطاب وکړ، په اول سر کې په ما هم بده ولګیده، وروسته بیا پوه شوم چې ډیره بده خبره یې نده کړې. 

افغان ولس ته پکار ده چې لومړۍ په ټولنه کې خپل مسؤلیت او حق وپیژني. د افغانستان حکومت د نړیوالو قوانینو پر اساس مکلف دی چې د خپل ولس ټول ضرورتونه پوره کړي که هغه روغتیا، تعلیم، اقتصاد، زیربناوو، کار روزګار او هره بله برخه کې وي. 

خو د دغو حقونو د اعادې د پاره د لارو چارو لټول ډیر ضروري دي. د ځوان نه نیولې تر سپین ږیري او بیا تر سپین سرو پورې ټول همدا شکایت کوي چې د افغانستان په دولتي ادارو کې اداري فساد، رشوت خوري او خویشخوري ده. خو زه ستاسو نه پوښتنه کوم چې تاسو کومه ورځ د حکومت د دغو ناغیړیو په خلاف لارو کوڅو ته راووتئ او حکومت مو مجبور کړ چې ځان سم کړي. 

دویمه خبره: په پارلیماني او نورو انتخاباتو کې هغو کسانو ته رایه ورکوئ چې په ریښتیا ستاسو خواخوږي وي. د خپل حق د غوښتنې لپاره مبارزه وکړئ او څوک مه پریږدئ چې حقونه مو واخلي.