کور / هراړخیز / د ښوونکي ، روزونکي او مربي تر منځ توپیر څه دی؟

د ښوونکي ، روزونکي او مربي تر منځ توپیر څه دی؟

لیکنه: الهام الله بابر 

نیټه: مارچ ۲۸ – ۲۰۱۶ 

Elhamullah Babur الهام الله بابړپه طبیعی توګه انسان د پیدایښت له وخته تر مرګه پورې زده کړه کوي چې لومړنۍ زده کړه یې د مور له غیږې څخه پیل کیږي وروسته بیا مدرسه، ښوونځي او پوهنتون پورې یې د زده کړی سر رسيږي نو پدې اساس زه هم ددی لیکنې ته د زده کړی انګیزی اړ ایستلم  تر څو د ښوونکي، روزونکي او مربي لفظونو تر منځ یو څه توپیرونه چې شتون لري یو څه راوکښم. ددې سره سره په ژوند کې مونږ ممکن دداسې لفظونو سره به مخ شوي یو لکه ښوونکې، روزونکې، مربي ، ناصح، لارښود، مشاور او داسې.آیا مونږ ددې لفظونو په کره توګه استعمال کې او ددوې د مسولیتونو او دندو پيژندنه کې ټینګار او فکر کله کړئ. نوموړي لفظونه د ورته لفظونو په توګه یو بل ته ښکاري ولې په حقیقت کې د ښوونکي، روزنکي او مربي لفظونو ترمنځ خورا توپیر په لاندې توګه شتون لري.

 

ښوونکې څوک دی؟

د پوهی د لیږد بهیر یوې ډلی ته ښوونه بلل کیږي. یو ښوونکې په رسمي توګه د پوهی لیږد زمینه زده کوونکو ته برابره وي تر څو هغوي پخپله وشي کولې پرمختګ وکړي. یو بریالې ښوونکې هغه چاته ویل کیږي چې زده کوونکو ته د ذکاوت او د زده کړې متحوا عامه فهمه توګه وړاندې کړي او هغوې تری یو څه اخذ کړي.سره لدې چې ښوونکي د زده کړې آسانتیا برابروونکو په توګه اره دنده ترسره کوي او دوی هغه څوک دي چې د خپل زده کوونکو په شخصیت جوړونه کې رغنده رول لوبوي.

روزونکې څوک دی؟

روزونکې هغه څوک دې چې د پوهې په یوه ځانګړې برخه باندی د پرمختګ تمرکز کوي او   کوښښ کوي تر څو ډیر زیار او مهارتونه په ځانګړی برخه کې په بریالیتوب سره وړاندی کړي. روزنکې ددیته ګوري چې څنګه یو نوې وړتیا او قابلیتونه روزنکو ته وبخښي.  

 

مربي څوک دی؟

مربي هغه چاته ویل کیږي چې د وګړي شته وړتیاوې په ځانګړې برخه کېپیاوړې کړي. مربي خپلی لارښوونې د غښتلو او کمزورو ټکو په بنسټ روزونکو یا زده کوونکو ته وړاندې کوي تر څو پرمختګ وکړي. مربیان زیاتره وخت د نړۍ په کچه لوبغاړي یا زده کوونکې روزي دا هم کیدای شي چې دوی هغه کچې ته په خپل سره نوي رسیدلي ولي ددوې ځانګړې وړتیاوی او قابلیتونه کولې شي په روزنه کې رغنده رول ولوبوي. 

دا هم شونې ده چې مونږ جلاجلا لفظونه د مرسته کوونکي دپاره د محتوا په بنسټ استعمال کړو.

• مونږ هغه چاته ښوونکې وایو چې په رسمي توګه ګلالیو ماشومانو ته زده کړه ښایي.

• هغه چاته مربي وایو چې د هغه خدمتونه یو روزنکي یا زده کوونکي ته په ځانګړی توګه په ځانګړی برخه کې کار ورکړي. 

• روزنکي هغه چاته ویل کیږي چې په زده کوونکي کې نوې او ځانګړی وړتیا یا قابلیت وروزي.