کور / راپور / د سپوږمۍ برخليک

د سپوږمۍ برخليک

د۱۳۹۲ دمرغومي پر ۱۶ مه  د هلمند په خانشین کې یوه لسکلنه  ماشومه نجلۍ دځانمرګي واسکټ سره يي ځان پولیسو ته وسپاره . پر دې خبر په لسګونو که ووایم چې په سلګونو داخلي او خارجي رسنیو دا خبر د خپل خبر اصلي خبر یا هډسټوري او سیکسیس سټوري په توګه وړاندي کړه. یو خبر به يي زه هم په دې خاطر خپور کړم، چې خلک په دې موضوع لا ښه پوه سي او د سپوږمۍ اوسنی برخلیک ته د خپل قضاوت سترګي ،  دعدل قلم  او دانصاف مایک(مایکروفون) وړ  واړوي او په  هغو کڼو غوږونو، چې  د سیاسي قدرت دلیونۍ میني دزمزمو په اورېدلو يي پلن کړیدي واوري.

۱۰ کلنه ځانمرګې نجلۍ تر برید مخکې نیول شوې

سپوږمۍ وايي ورور یې په زور له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ ور اغوستی دی. 

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، یوه ۱۰ کلنه نجلۍ یې له برید مخکې نیولې ده.

ملي امنیت وايي، دغه نجلۍ، چې د ځانمرګي برید نیت یې درلود، د سرحدي پولیسو له خوا د سوېلي هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ تغز سیمه کې نیول شوې ده.

سرچینې د نیول شوې نجلۍ نوم سپوږمۍ یاد کړی، چې وايي د تېرې یکشنبې ورځې مازیګر مهال یې خانشین ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر یوه کنډک د ځانمرګي برید نیت درلود، خو تر برید مخکې ونیوله شوه.

نیول شوې ماشومې په لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي، چې د ظاهر په نامه د خپل ورور له خوا، چې په حمید صاحب هم شهرت لري، د هلمند خانشین ولسوالۍ کې د یوه طالب قومندان له خوا ځانمرګي برید ته هڅول شوې ده.

هلمند کې د شپږم سرحدي زون درستیزوال سمونوال حمیدالله صدیقي ویلي، دغه نجلۍ د تاغز سیمې د عبدالغفور په نامه یوه سړي لور ده، چې په اصل کې د غزني ولایت اوسېدونکې ده.

نوموړی وايي، چې د نجلۍ ورور ظاهر د ترهګرو یو قومندان دی، او تاغز بازار کې دوکان هم لري.

Spizhmey 10 helmand

    دا نیول شوې نه بلکي ځان يي خپله سپارلی دی. په هر صورت دلته غواړم ووایم،  ولې بیا داسي یوه رسنۍ یو خبریال او یاهم هغه دولت چې هر نوم ورته تاسي غوره کوئ زه يي درسره منم  نه شو پیدا، چې څیړنه وکړي، پوښتنه وکړي او ووايي:  سپوږمۍ اوس چیري ده څنګه ده او اوس يي حالت څنګه دی؟

سپوږمۍ خپل ژوند وږغورۍ سپوږمۍ د نورو ژوند ته نجات ورکړئ، سپوږمۍ دځان وژني د نورو  د وژلو پر ضد را پاڅیدل او ټولي نړۍ ته يي دا وښودل چې موږ د ترهګر نه یو. موږ ځان وژنه نه غواړو او نه يي هم زغملای شو داستاسي پلانونه دي او د پردیو دسیسې به زما غوندي هر څوک شنډي کړي خو؛ 

دسپوږمۍ سره اوس ولې هغه څه ونه سول چې خلکو، ولسمشر، ملالي او ټولي نړۍ وویل؟

دخلکو احساسات فقط راوپاریدل او بس، ځکه موږ هر وخت خپل احساسات قابو کولای نه شو نو؛ بیا یو څو کرښي ولیکو، په مطبوعاتو کې تودې خبرې وکړو ګرم ګرم کیږو کیسه سړه سي نو موږ هم  چپ شو. 

دپخواني ولسمشر حامد کرزي لیدنه دسپوږمۍ او دهغه دپلار سره وشول   سپوږمۍ سره چې کومي واعدې وشوې تاسي په دې راپور کې ولولی:

ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم سپوږمۍ او پلار یې نن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له ولسمشر سره وکتل.

ولسمشر اړوندو دولتي ادارو ته امر وکړ چې له سپوږمۍ او د هغې له کورنۍ سره د ژوندانه د ښو شرایطو د برابرولو لپاره مرسته وکړي څو سپوږمۍ د خپلو وروڼو ، خویندو او د کورنۍ له نورو غړیو سره زده کړه وکړای شي.

ولسمشر کرزي له ماشومانو څخه په بمي حملو کې کار اخیستل په کلکه وغندل، ویې ویل له ماشومانو څخه په دې ډول کار اخیستل غیراسلامي او غیرافغاني عمل دی.

Spozhmey 10 helmand

سپوږمۍ ته د ولسمشر له لوري د سرپنا ځای په کابل کې ورکول سو؛ خو کومه دی؟ دسرپنا ځای د هغې امنیت د هغې د زده کړو زمینه ؟ ایا ریښتیا کور ورکول شو؟ کومه دی ادرس چاته مالوم دی؟ دسپوږمۍ د زده کړو په اړه دچا سره پوښتنې شته؟ موږ  په ریښتیا سوله نه غواړو ځکه موږ  سوله  یوه هیله ګڼلې ده اوبس که موږ سوله هدف وټاکو نو ډیر ژر به دسولي څښتنان شو او دا ځکه نه غواړو یايي هم نشو غوښتلای، چې موږ یوه مالومه تګلار نه لرو. دپردیو کیسو ته چکچکي کو، 

اوس سپوږمۍ نه کور لري او نه هم  زور  نه هغه څه ورکول سول او  نه به یی ورکړي تش په نامه واعدې او د رسنیو په مخکي خبري او عکسونه وه.Spozhmey 10 helmand

دپلار عبدالغغور په وینا يي، چې دځای څخه بې ځایه سولو، هم مو ژوند په امن کې نه دی او هم مو  د ژوند لپاره څه ونه سول دا تشی واعدې او مرکې وې. 

سپوږمۍ اوس  په کابل کی د یو زاړه کور په چاردیواله کی اوسیږي او دپخواني ولسمشر د هغه سرپنا دځای په تمه ده چي واعده يي ورسره کړې وه او دملالي یوسفزۍ د مرستي په تمه ده، چي هغې ویل زه به دسپوږمۍ ژوند ور جوړ او دهغې سره مرسته وکړم. نه هغه وشول او نه نور څه سپوږمۍ اوس په تیاره کې ده اوس يي په ژوند کې رڼا نشته او دیوه لا ټین  تیتي ډیوې ته تر سهاره د امید او  اوښکو ډکي سترگي نیولي وي. څوک سته، چې سپوږمۍ په ژوند کې لمر راولي او اوښکو ته يي لپه ونیسي؟

دا هغه عاریضه ده، چې ریاست جمهوري ورته احکام کړې او مکتوب یی ورکړی دی.Spozhmey 10 سپوږمۍ هلمند Spozhmey helmand