«خارج ته له تللو افغانانو سره هیڅ خواخوږې نلرم»
د ښاغلي محمد اشرف غني د سیاسي کمزوریو، سهوو او ناکامیو په باب مې ډېر څه په ذهن کې خوندي دي چې د نوموړي د ټاکنیز کمپاین پر مهال مې یې را ایستل نه د انتخاباتو د پروسې نه وطن او نه هم نظام په ګټه بلل او نه یې لا هم تر اوسه اظهار د خپلو خلکو په خیر ګڼم ځکه چې ګټه یې مخامخ غله، غاصب، جنګسالار، جګړه مار، فاسد او خودغرض ته رسیږي او له بده مرغه چې لاهم د نوموړي بدیل نه وینم خو پر خپله غاړه یې د افغانانو ملي پور بولم چې یو وخت یې باید د ځپل ځوان سیاسي نسل د درس اخیستو په موخه را میدان ته کړم؛ مګر د بهر مېشتو افغانانو په اړه د محترم ولسمشر د نه خواخوږۍ اظهار په هیڅ وجه د توجیه او نه عکس العمل وړ نه دی؛ ماته د ښاغلي غني دا ډول عجیب بیان د خپلو کډوالو افغانانو سپکاوی وایسېد او د سپکاوي دا ګنا د بخښلو نه بولم.
نورې ستونزې پر خپل ځای، چې په وړاندې یې خپله چوپتیا توجیه کوم، خو دا ډېره لویه بې انصافې ده چې یو واکمن دې په خپله دوه کلنه واکمنې کې خپله کابینه تکمیل نکړای شي، د یو پنځوس زرو حکومتي بستو لپاره دې د دېرش میلیونه نفوس له منځه مسؤلین پیدا نکړای شي او بلا نورې ناخوالې او بیا دې د دغو ناخوالو له امله له خپلو پردېسو شوو وطنوالو سره د نه خواخوږۍ اعلان وکړي.
زه خو باور لرم چې تر وطن مېشتو افغانانو بهرمېشتي ډېر د خواخوږۍ وړ دي ځکه د خپل کور، اور او ورور پرېښوول ډېر سخت کار دی، خپل هویت په تورو اوبو لاهو کول څه ګپ- شپ نه دی، خپل ځان، اولاد او ژوند د ترکیې او یونان په اوبو کې غرقول د ښې ورځې کیسې نه دي او…. دا ناممکنات دي خو چې یو څوک د داسې ناممکن ممکنولو ته مجبوریږي نو اسانه د درک وړ ده چې دا کس څومره بد درد او سوخت په مخه کړی دی، که ولسمشر له وطنه د دوی د بېلتون زخم رغولای نشي ځه، ګیله به نه کوو او پر حالاتو به یې تاوان کړو خو د لا شوړولو او ځورولو حق یې په هیڅ صورت نه لري.
بیا به مې هم خوله ګنډلې وای که خپله د جناب رییس جمهور د کورنۍ ژوند په امریکا کې تضمین نه وای او یوازې په افغانستان پورې تړلی وای، د محترم ډاکتر عبدالله محترم فامیل يه هندوستان کې نه اوسېدلای او دغسې نور چارواکي خو اوس چې دوی هر یو، هره شېبه د هر ډول لویې بلا له خولې څخه د نجات چانس لري او له خپلو هغو وطنوالو سره هیڅ خواخوږې نه لري چې د بلا له خولې څخه په تېښته دي، الحق چې ډېره لویه ناځوانې ده، هغه هم د یوه ولسمشر په سطحه.
د پنجشنبې ماښام له ډاکتر څخه له یوې پلنډې دوا سره کور ته راغلم، ټلیفون مې بېخې بند کړ ځکه یوازې زنګ یې هم د سر درد را زیاتاوه خو له بي بي سي راډیو مې د خپلو بېچاره و ستړو کډوالو افغانانو په باب د خپل ولسمشر له داسې بې ضرورته څرګندونو اورېدو سره صحي تکلیف څو چنده زیات شو.
څوک په رضا له ملکه نه ځي
یا ډېر غریب شي یا د یار له غمه مرینه