کور / راپور / عام نظر: شمالي ټلواله په غزني کې د فساد اور ته لمن وهي

عام نظر: شمالي ټلواله په غزني کې د فساد اور ته لمن وهي

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

په غزني کې مدني فعالان، روشنفکران، پوهان، قومي مشران، ځوانان او د ولایتي شورا غړي وايي: د شمالي ټلوالې ځینې مشران په دغه ولایت کې د نفاق او تعصب اور ته لمن وهي، دوی وایي: د مزارشریف د سرپرست والي عطا محمد نور او امرالله صالح په ګډون د شمالي ټلوالې ډیری غړي په غزني کې ځینې هغه تاجکان چې په فساد، هدفي وژنو، غصب او نورو دا ډول کارونو کې لاس لري، د و لایت د اصلي اوسېدونکیو پښتنو په وړاندې ناروا کړنو ته هڅوي او حمایه کوي، تر څو د ټلوالې پله درنه او اثر یې زیات شي.غزني لاريون

دوی وایي: دغه کسان په غزني کې د و لایت مقام ته څېرمه د ښاروالۍ ریاست مخې ته د احتجاج کیږدۍ په پلمه د پښتنو، تاجکو او هزاره قامونو ترمنځ شخړې راولاړوي، چې د دغه غیرقانوني احتجاج له پاره یې له پنشېر، هرات، مزارشریف او ځینو نورو ولایتونو څخه ورته د ملاتړ په نوم پیسې لیږلې او بغاوت ته یې هڅوي، هغوی زیاتوي: که دغه مشران او د ټلوالې نور عناصر له خپلو دغه کړنو څخه لاس وا نه خلي، نو پایلې یې به غلطې او راتلونکی به ستونځمن وي، 

دوی په افغان دولت، امنیتي ادارو او اړوند کسانو  غږ کوي چې د دغه کسانو په وړاندې په قانوني عمل لاس پوري کړي، تر څو په افغانستان کې د ټولو میشتو قامونو، ملیتونو او خلګو ترمنځ د ورورۍ فضا رامنځ ته شي، خو که داسې و نه شي، نو د دغه خلګو ترمنځ هر اړخیز لرې والی رامنځ ته کیدی شي، چې زموار به یې پورته ذکر شوي عناصر او ګروپونه وي، هغوی زیاتوي: دغه کسان د جهاد او مجاهد له سپېڅلي نامه څخه ناروا ګټه پورته کوي او د افغانستان اساسي قانون تر پښو لاندې کوي، تر څو چې د قانون د حاکمیت تعبیداري شوې نه وي تر هغې پورې په افغانستان کې سوله او امن نه شي راتلی.